تاند – پاکستاني رسنۍ وایي چې د دغه هېواد یوه مذهبي ګوند جماعت اهل سنت نن د هندوستان پر ضد د جهاد اعلان کړی دی.
د پاکستان اردو پواینټ ورځپاڼې د انټرنېشنل پرېس ایجنسۍ د خبر په اساس نن د اکتوبر په ۳مه ولیکل چې جماعت اهل سنت په یوه فیصله کې اعلان وکړ چې د اسلام او پاکستان د ګټو لپاره د هندوستان پر ضد جهاد فرض دی.
اردو پواینټ ورځپاڼه لیکي چې د جماعت اهل سنت امیر سید مظهرسعید کاظمي او مرکزي اعلی ناظم سید ریاض حسین شاه په خپله جاري کړې فتوا کې یاده کړې ده چې په پاکستان کې دې په هندي ډرامو او فلمونو هم بندیزونه ولګول شي چې هند ته اقتصادي زیان ور ورسېږي.
ورځپاڼه لیکي چې سید کاظمي په خپله فتوا کې ویلي، ټول قوم دې د هند د غزوې لپاره ځانونه تیار کړي ځکه چې دا په احادیثو کې ذکر شوې ده.
د پاکستان بله ورځپاڼه قدرت ډیلي لیکي چې جماعت اهل سنت د جهاد دغه فتوا د ۱۰۰ علماوو له خوا تایید شوې ده او دا چې هغوی غواړي چې کشمیر دې له هند څخه په زور ونیول شي.
نړیوال آنلاین دایره المعارف لیکي چې په هندوستان کې خواوشا ۱۷۳میلیونه مسلمانان اوسېږي چې د هغه هېواد د نفوسو ۱۴.۲٪ جوړوي. دغه شمېر د پاکستان له ټول نفوس څخه یوازې څو میلیونه کم دی او که د پاکستان له نفوس څخه غیرمسلمانان واېستل شي هم ښایي چې د مسلمانانو شمېر یې خواوشا ۱۷۰ میلیونه تنو ته راټیټ شي.
ویل کیږي چې د پاکستان استخباراتي ادارې اسلام او مذهبي ګوندونه له هغوی سره د جوړجاړي او تطمیع کولو له لارې د خپلو سیاسي هدفونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي چې دا کار یې په افغانستان کې د خپلو ستراتیژیکو هدفونو د ترلاسه کولو او د افغانستان د ورانولو لپاره هم څو ځلې وکړ.
Salamooona
Dagha de isi fakistan policy da har narawa harami lapara ham islam moqadas kalimi na estifada kari da. Faqat aw faqat de panjabistan gato lapara pakhtoonkhwa khalak kho badbakhtana bagher de kom soch aw fikar na yani der ahmaqana shakal sara estimaligi che hadaf pora she de ensan fikar ham na warta kawe.
Pa angrize qanon ki bia islami pitwagani de kom zay na rawatali
وایی پیشو به زه جوړه کړم خو میو به څوک وککړی. دجهاد علا ن کول خو اسان کار دی خو په چا به جهاد وکړ ی اوس خو افغانان هم ورسره نشته او پنجابیان خو لمونځ او روژه نه نیسی جهاد خو لا لیری خبره ده