تاند – په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د سوېس له حکومت څخه وغوښتل چې په هغه هېواد کې د بلوچستان د ازادۍ د ننګیالیو فعالیتونه بند کړي.
رسنیز راپورونه او خپاره شوي عکسونه ښیي، چې د بلوچستان د ازادۍ فعالانو د سوېس په پلازمېنه جینیوا کې په بسونو او د لارو په سر د لوحو لګولو په ځایونو کې په انګلېسي ژبه د «ازاد بلوچستان» ډیجیټل لوحې لګولي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپله پرونۍ /د سپتمبر ۱۸مه/ ګڼه کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان دایمي استازي فرخ امیل له سوېسي مقاماتو څخه غوښتنه کړې چې د «ازاد بلوچستان» د هغو پوسټرونو پر ضد دې ګام واخلي چې د دغه هېواد په پلازمېنه جینوا کې په بېلابېلو ځایونو کې لګول شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د سوېس سفیر هم ورغوښتی او ورته یې ویلي چې دغه کار پاکستان نا راحته کړی دی.
پاکستاني مقاماتو په یوه لیک کې د سوېس حکومت ته لیکلي، چې دغه لوحې د بلوچستان د ازادۍ پوځ یا بلوچستان لېبرېشن آرمي لګولي، او دا چې دغه ډله د پاکستان له خوا ترهګره ډله نومول شوې ده.
پاکستاني مقاماتو د سوېس حکومت ته لیکلي چې ترهګرو ته دې په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان او هندي مقامات وایي، چې پاکستان له کالونو کالونو راهیسې له اسلام څخه په ناوړه استفادې سره په خپله خاوره کې ترهګر روزي او بیا یې نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه افغانستان او هندوستان ته د ورانکارۍ او انسان وژنې لپاره لېږي.
د افغنستان او هندوستان دغه ادعا د متحده ایالاتو د ولسمشر له خوا د سیمې لپاره د هغه په نوې ستراتیژۍ کې هم تایید شوې او له پاکستان نه یې غوښتنه کړې ده چې د ترهګرو ملاتړ دې پای ته ورسوي او که نه پایلو ته دې یې تیار شي.