په کابل کې د هند پوځي اتشې ډګرمن ناراین

تاند- یوې پاکستانۍ ورځپاڼې نن ادعا وکړه چې د افغانستان حکومت په کابل کې د هند د سفارت پوځي اتشې پر یوې نجلۍ د جنسي تېري په تور له افغانستانه شړلی دی.

په راپور کې ویل شوي چې ډګرمن ایس کې ناراین پر هغې نجلۍ، چې د هند سفارت ته یې د دغه هیواد د سکالرشیپ یا بورس د ترلاسه کولو لپاره مراجعه کړې وه، جنسي تېری کړی و.

پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي، د افغانستان حکومت له دې پېښې له خبرېدو سره سم د هند د پوځ دغه افسر فوراً له افغانستانه وایست.

تراوسه څرګنده نه ده چې د نوموړي خلاف په هند کې دوسیه پرانستل شوې او که نه ده.

د افغانستان او هند حکومتونو د دې قضیې په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستاني ورځپاڼې ادعا نورو خپلواکو سرچینو هم تراوسه تایید یا رد کړې نه ده.پاکستان ټوډې د ډګرمن ناراین عکس (پاسنی عکس ) هم خپور کړی دی.

One thought on “پاکستاني ورځپاڼه ادعا کوي چې افغانستان د هند یو دیپلومات شړلی”
  1. it is only to uprise the Afghans against Indians. Everybody knows that for Indian visa no one is allowed to enter the Indian embassy in kabul but instead the travel agency takes the passport and hands over again. Please be careful in spreading such news. Thank you

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *