تاند- د پاکستان د فدرالي حکومت د کابینې یو غړی وايي چې ژر به عافیه صدیقي خوشي او پاکستان ته وسپارل شي.
پاکستان وايي چې عافیه صدیقي په ۲۰۰۳ م کال له کراچۍ څخه اسلام اباد ته روانه وه چې بې درکه شوه. خو امریکا وايي چې له دې پېښې څو کاله وروسته یې عافیه صدیقي د افغانستان په غزني کې د جاسوسۍ په تور نیولې ده.
دا د امریکا د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې د حملو له یوه طراح خالد شیخ محمد سره خپلوي لري.
د پاکستان د پارلماني چارو وزیر علي محمد خان نن /سې شنبه/ وویل«ژر به د پاکستان خلک د عافیې صدیقي په اړه ښه خبر واوري.»
ده زیاته کړه، عمران خان په خپله د عافیې صدیقي قضیه تعقیب کړې او له امریکایانو سره یې په دې موضوع خبرې کړي دي.
ویل کېږي چې د سولې خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې پاکستانیانو د نورو شرطونو ترڅنګ د عافیې صدیقي د خلاصون غوښتنه هم کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د نیویارک فدرالي محکمې په ۲۰۱۰ م کال عافیه صدیقي په ۸۶ کاله بند محکومه کړه.
مېرمن صدیقي، په امریکا کې دوکتورا اخیستې، همالته اوسېده خو مخکې تر دې چې پاکستان ته لاړه شي تر تعقیب لاندې وه. دې له خپل پاکستاني مېړه څخه طلاق اخیستی او له یوه عرب سره یې واده کړی و.