تاند- د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال ارمان لوڼي، چې د دې غورځنګ د مخکښې فعالې وړانګې لوڼي ورور دی، د پولیسو له لوري په بې رحمۍ وژل شوی دی.

خبریالان او شاهدان وايي، ارمان لوڼي نن /شنبه/ ماښام د بلوچستان ایالت د لورلايي په یوه مظاهره کې ګډون کړی و.

راپورونه وايي چې ارمان لوڼي له مظاهرې وتلی و او پولیسو چې لاره ورته نیولې وه، په وهلو- ټکولو وژلی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو دا برید غیرانساني او وحشیانه بللی دی.

د دې غورڅنګ یوه مشر محسن داوړ، چې د پاکستان د ملي جرګې غړی هم دی، د ارمان لوڼې پر وژل کېدو په غبرګون کې ویلي«د ارمان د وژنې خبر ډېر دردونکی دی، هغه پولیسو ووژلو، دا د ریاستي تر هگرۍ بد ترينه نمونه ده.»

 ارمان لوڼي د پښتون ژغورنې غورځڼګ له پیله د دې غورځنګ لپاره هلې ځلې کولې.

ارمان څو ورځې وړاندې په یوه مرکه کې ويلي و چې د پښتنو د حقونو لپاره به د خپل ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې کار کوي.

د پاکستان امنیتي ادارو په ځلونو د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان په نخښه کړي، د دوی د مظاهرو او احتجاجونو مخه یې نیولې او غړي یې بندیان کړي دي.

2 thoughts on “پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورنې یو مخکښ فعال وواژه”
  1. د پښتنو یو والی د مصنوعی پاکستان ورکوالی دی، انشآالله لری به نه وی چه د پاکستان نوم نور د نړی په نقشه کی په ورکیدو دی

    شهید ارمان لوڼي دیی خدای وبښی کورنی ته یی تسلیت وایم او ملګرو ته یی خواست کووم چه نور د پنجابستان دسیسی د زغملو نه دی، ټول په ګډه پاڅیږی او دوزخ ته یی ورټیله کړی

  2. انشا‌‌‌ء الله د شهید ارمان لوڼي پاکې وینې به زمونږ د سیمې سرطان یا فکیستان د تجزیې او نابودي سبب شي.
    فکیستان یا پنجاب د خپل عمر د تکبر او ظلم وروستي وختونو کې داسې وحشیانه اعمال سرته رسوي چې د انسانیت په تاریخ کې کم لیدل شويدي.
    متل دی چې وایي : د ظالم عمر لنډوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *