تاند- د پاکستان پولیسو پرون (د اګست ۱۹) لسګونه افغان کډوال په دې خاطر ونیول چې د خپلواکۍ د سلمي کالیزې په ویاړ یې د افغانستان بیرغونه په لاسونو کې نیولي وو.
په پېښور کې د پولیسو یوه چارواکي رسنیو ته ویلي چې دوی ته امر شوی و چې هر هغه څوک ونیسي چې د افغانستان بیرغ په لاس کې لري یا یې پر دوکان او کور ځړوي.
تر دې مخکې د اګست په ۱۴ مه د پاکستان د خپلواکۍ په ورځ پولیسو یو افغان په دې خاطر ونیوه چې د افغانستان بیرغ یې پر یوې لوحې ټومبلی و.
نیول شوی کس نعمت الله نومېږي او ابتدايي محکمې هغه په دې تور په قید محکوم کړ چې د خلکو په منځ کې اختلاف ته لمن وهي. خو پرون د افغانستان سفارت وویل چې په هڅو یې نعمت الله خوشي شوی دی.
پرون بیا په دې پلمه افغانان د خپل ملي بیرغ د لرلو او د خپلواکۍ د جشن د لمانځلو لپاره نیول شوي چې ګواکي هغوی د دې ورځې د لمانځلو لپاره له پولیسو اجازه نه وه غوښتې.
د پاکستان حساسې ادارې وروسته له دې د افغانستان له بیرغ سره حساسې شوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په سترو غونډو کې د افغانستان بیرغونه پورته شول او د لر و بر یو افغان شعارونه ورکړل شول.