تاند- د پاکستان تر ټولو په ستر او تر ټولو نارام ښار کراچۍ کې پولیسو پرون /دوشنبه/ پر څه باندې ۹ مدرسو حملې وکړې او یو شمېر کسان یې ونیول.

پاکستاني رسنۍ وايي، پولیسو په کراچۍ کې د سُنیانو او شیعه ګانو پر مدرسو هجوم وروړی او ګڼ شمېر ملایان او دیني زده کوونکي یې نیولي دي.

په پاکستان کې ډېر منتقدان وايي، د آی ایس آی او پوځ د غلطې تګلارې له کبله دینی مدرسې چې باید د اسلام د حقیقي پیغام یعني مینې، محبت، ترحم، اخوت، صبر او زغم د ترویج مرکزونه وای، د کرکې، فرقه پالنې، نفرت، تشدد او بې رحمۍ د ترویج په روزنځایونو بدلې شوي دي. د دوی په وینا دا مدرسې که له یوې خوا افغانستان او هندي کشمیر ته د مرګ سوداګر لېږي له بلې خوا یې له ډېرو پاکستانیانو هم ارام اخیستی دی.

نن /سې شنبه/ د کراچۍ ښار په بېلابېلو سیمو کې پولیسو د سختدریځو د نیولو لپاره عملیاتو ته دوام ورکړ.

پولیس وايي، په مدرسو کې پټ شوي افراطیان د کراچۍ ښار د وروستیو ناکراریو او هدفمنو وژنو مسوولان دي.

د کراچۍ ښار په یو شمېر سیمو کې د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ نښتې هم وشوې. پولیسو له اوښلن ګازه کار واخیست.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *