تاند، یکشنبه، د عقرب ۲۶مه: پاکستاني پولیسو د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د یو لړ تصفیوي عملیات په ترڅ کې اتیا کسان له یوه اندازه وسلو سره نیولي چې ۱۳ افغان کډوال هم په کې دي.

 د کوهاټ د پولیسو قومندان  وحید محمود ویلي، دا کسان په جرمه، سورګل، مسلم اباد، کمرډنډ او چمبۍ کمپ کې د پلتنو او تصفیوي عملیاتو کې نیول شوي چې ۱۳ افغان کډوال هم په کې دي.

پاکستان کله کله په خیبر پښتونخو او نورو سیمو کې د افغان کډوالو د ځورونې لپاره ورته عملیات کوي او ځايي میشتو افغانانو ته ستونزې جوړوي.

One thought on “پاکستاني پولیسو یو لړ عملیاتو کې ۱۳ افغان کډوال نیولي دي”
  1. UNHCR
    اداره باید د ډول ګامونو په اړه خپل غبرګون وړاندی کړی او زموږ د مهاجرینو او بهرنیو چارو وزارت او د قبایلو چارو وزارت او همدارنګه دیپلوماتیک چینلونه په ملګروملتونو د افغان ولس غږ پورته کړی چی پاکستان یا ایران کله کله دا ډول ګامونه پورته کوی او دولت ته هم پکار ده چی د خپلو مهاجرو په راستنیدو کی ژر تر ژر عمل لاس پوری کړی تر څو به افغانان هرځای کړیږی او افغان دولت به یی غنده کوی او همدا غندنه بسنه کوی مګر اوس وخت دی چی افغان سفیر عاطف مشعل راوغوښتل شی او افغان دولت او پارلمان ته د پآکستان د دی ډول ګام پورته کولو سره هغه هم په ژمی موسم کی باید سپیناوی ورکړی که دولت غلی کینی نو دا یو ډول ولس سره جفا ښودنه
    ځکه همدا مشعل د پاکستان څارګری اداره احضار مګر دولت تنها سپیناوی وغوښته او ټولو ولس ویل چی باید زموږ سفیر راشی او دلته کینی ترڅو پاکستان په نړی د یو بدمعاش په ډول وپیژندل شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *