تاند- پاکستاني چارواکي وايي، پولیس په اسلام اباد کې د مظاهره چیانو تیت پرکولو ته تیاري نیسي.

تر دې مخکې پرون ماښام د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نثار علي خان مظاهره چیانو ته خبرداری ورکړی و چې که مظاهره پای ته ونه رسول شوه، د هغې خلاف به له قوې څخه کار واخیستل شي.

نثار علي خان ویلي، ۷ زره امنیتي ځواکونه د حکومت امر ته انتظار باسي.

د وروستیو راپورونو له مخې، د مظاهرې خلاف اقدام ځنډول شوی او د دواړو خواوو ترمنځ خبرې روانې دي.

دا مظاهره د طاهر القادري په مشرۍ د یوه پخواني والي یا ګورنر د /قاتل پولیس/ د اعدام پرضد په اسلام اباد کې روانه ده.

پولیس، چې ممتاز قادري نومېږي، په ۲۰۱۱ م کال د پنجاب پخوانی ګورنر سلمان تاثیر د دې لپاره وژلی و چې هغه د هیواد د تکفیر له قانون سره مخالفت کړی و.

د اعتراض کوونکو شمېر شاوخوا ۲۵ زره تنو ته رسېږي. دوی د یکشنبې له ورځې راهیسي د اسلام اباد په واټونو کې راغونډ شوي او له پولیسو سره یې اخوډب کړی دی.

پولیس اټکل کوي چې تر پرونه پوری به د مظاهره چیانو شمېر یوازې ۷۰۰ تنو ته رالږ شوی وي، خو هغوی لا هم په دې توانېدلي چې د پلازمېنې ځیني برخې فلج کړي ځکه چې مظاهره چیان په اصلي او مهم واټ کې رایوځای شوي دي.

دوی د قاتل پولیس ممتاز قادري له اعدامېدو وروسته د شرعي قانون د تطبیق کېدو غوښتنه کوي.

مظاهره چیان همداراز د هغې عیسوۍ ښځې د اعدام غوښتنه کوي چې په کفر ویلو تورنه وه او سلمان تاثیر یې دفاع کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *