تاند- د کندهار ولایتي چارواکي وايي چې پاکستاني پوځیانو نن له غرمې مخکې د کندهار پر معروف ولسوالۍ د درنو وسلو ډزې پیل کړې چې څه باندې درې ساعته یې دوام وکړ.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویندوی او د معروف ولسوالۍ چارواکو وویل چې د پاکستان پوځ تر غرمې مخکې شاوخوا یوولس نیمې بجې د درنو وسلو حمله پیل کړه چې تر دوه نیمو بجو یې دوام درلود.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویندوی ضیا دراني وویل چې د پاکستان د پوځ په دې یرغل کې یو شمېر ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

خو د معروف ولسوالۍ چارواکو وویل چې لږترلږه یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

دراني وویل چې پاکستاني پوځیانو هڅه کوله چې د افغانستان معروف ولسوالۍ ته راننوځي خو د افغان امنیتي ځواکونو له لوري په شا وتمبول شول. د ده په وینا د افغان امنیتي ځواکونو د مقاومت له کبله پاکستاني پوځیانو د افغانستان لور ته بې هدفه ډزې وکړې.

تر دې پخوا پاکستاني پوځیانو څو ځلي پر معروف حملې کړي دي.

د تېر کال په جون میاشت کې په معروف ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د افغان سرحدي پولیسو پر یوې پوستې په حمله کې یو افغان ملکي ووژل شو او یو شمېر افغان پوله ساتي ژوبل شول.

له بلې خوا د کونړ ولایت مطبوعاتي دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تیرو(۲۴) ساعتونو کې د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ باندی د پاکستاني نظامیانوله خوا (۴۱)مرمۍ راتوغول شوي چې له امله یې په دانګام ولسوالۍ کې یوه ملکي ښځه ټپي شوي.                                                    

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *