تاند- د کونړ ولایت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ولایت پر دوو سرحدي ولسوالیو پاکستاني پوځیانو ۴۶ توغندي ویشتي دي.

د کونړ ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم په تېرو څلرویشت ساعتونو کې پاکستاني پوځیانو د ډیورنډ کرښې له پوري غاړې څخه پر دانګام او سرکاڼو ولسوالیو ۴۶ توغندي ویشتي چې په نتیجه کې یې یو تن ملکي په دانګام ولسوالۍ کې ټپي شوی دی.

پاکستان له څه باندې دوو کلونو راهیسي د کونړ ولایت پر سرحدي ولسوالیو د درنو وسلو ګوزارونه کوي چې له کبله یې تراوسه پوري په لسګونو تنه وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان توغندويي بریدونو ګڼ کورونه نړولي او په سلګونو کورنۍ یې اړ ایستلي چې نورو سیمو ته کډه وکړي.

د کونړ ولایت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې تېره شپه د ايتلافي ځواکونو د بې پېلوټه الوتکې په برید کې د سرکاڼو ولسوالۍ په ګنجګل سیمه کې د طالبانو دوه قومندانان ووژل شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مخالفانو په وژل شویو یو قومندانو کې یو تن په شیخ نادر مشهور و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *