پاکستاني پوځیان

تاند – په کونړ کې خلک او دولتي چارواکي وايي چې پاکستاني پوځیانو تېره شپه پر دغه ولایت د درنو وسلو په لسګونو ګولۍ وویشتې.

د راپورونو له مخې، د پاکستاني پوځیانو د درنو وسلو ۳۵ ګولۍ د کونړ ولایت پر سرکاڼو ولسوالي لګېدلي دي.

شاهدان وايي چې اکثره ګولۍ له استوګنو پر خالي سیمو لګېدلي او له کبله یې د سر تاوان نه دی پېښ شوی. دوی وايي چې دوه کورونه لګېدلي او ویجاړ شوي دي خو د برید په مهال په دغو کورونو کې څوک نه ول.

په تېرو کلونو کې پاکستاني پوځیانو په سلګونو ځلې د کونړ پر بېلابېلو سرحدي ولسوالیو د درنو وسلو بریدونه کړي دي.

ویل کیږي چې د پاکستان د نظامی استخباراتو اداره (آی اېس آی) له نژدې څلورو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د دیني ارزښتونو د دفاع په پلمه د خپلو افغان اجیرانو په لاس او په یو شمېر حالاتو کې نېغ په نېغه د افغانانو وینې تویوي، په داسې حال کې چې پخپله په دغه هېواد کې فحاشي او عیاشي تر دې کچې پورې رسېدلې ده (په پاکستان کې د ښځو د بدلک په هکله د معلوماتو لپاره دا راپور وګورئ).

One thought on “پاکستاني پوځیانو یو وار بیا پر کونړ د درنو وسلو حملې وکړې”
  1. د امریکا خاله له لاسه–
    پنجاب لگیادی افغانان مسلمانوینه
    کنړه خدای درسره مل شه-
    زمونږ جنرالان اوس د صیاد میله کې دینه
    دافغانانو وزر مات دي-
    غنیمتیانو باندې وکړل پساتونه
    زړه مې د تورو وینو ډک دی-
    چی د تورزنو نه مړۍ عبدالله خورینه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *