تاند- پاکستان ادعا کوي چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو اسلام اباد ته نژدې د افغان مهاجرو په یوه کمپ په عملیاتو کې له ډېرو وسلو سره ۷۰ مشکوک افغانان نیولي دي.
د پاکستاني رسینو د راپور له مخې سلګونو پولیسو او کومانډو ځواکونو د اسلام اباد سبزو منډيي ته نژدې په (۱-۱۱سیکتر) کې برید وکړ او تراوسه پوري یې ۷۰ تنه مشکوک کسان نیولي دي.
د پاکستاني رسنیو له ادعا سره سم پولیسو، چې شمېر یې څلور سوه ښودل شوی، له یو شمېر کومانډو پوځیانو سره په دې عملیاتو کې، چې لا هم دوام لري، د اویا مشکوکو کسانو د توقیف کولو ترڅنګ له هغوی څخه کلاشینکوفونه، واړه مشینګڼونه، تومانچې او یو شمېر جعلي نمبرپلېټونه نیولي دي.
پولیس وايي چې جعلي نمبرپلېټونه د غلا شویو موټرونو او موټرسایکلونو دي.
د دغو پلټونکو عملیاتو قومندان رسنیو ته وویل، دا چاپه یې وروسته له دې واچوله چې استخباراتي معلومات یې ترلاسه کړل. د ده په وینا دوی ته خبر رسېدلی و چې په کمپ کې یو شمېرافغان مجرمان راټول شوي دي.