تاند- د پاکستان امنیتي ځواکونو پرون /جمعه/ د څو ساعتونو لپاره افغانستان ته تللې لار په جمرود کې وروسته له دې بنده کړه چې استخباراتي ادارو ورته وویل سیمې ته ځانمرګي رسېدلي دي.

د لارې د بندېدو له کبله ګڼ شمېر موټرونه، چې افغانستان او خیبر درې ته روان ول، په لاره په ساعتونو کتار ولاړ پاتې شول.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد استخباراتو په جمرود کې سیمه ییزې ادارې ته خبرداری ورکړی و چې طالبانو ۱۳ انتحاریان له افغانستانه جمرود ته لېږلي دي.

پاکستاني ملېشه ځواک په جمرود کې له هر موټر څخه په داسي حال کې تلاشي اخیسته چې اضافي ملېشه ځواکونه په پوستو کې د امنیت ساتلو لپاره ځای پر ځای شوي ول.

دوی وايي چې یو مشکوک کس یې نیولی دی.

په همدې حال کې پاکستاني سرچینې وايي چې د دغه هیواد هوايي ځوکونو په وزیرستان کې د حقاني شبکې په شمول پر بېلابېلو سختدریځو ډلو بمباري کړې ده.

که چیري د پاکستاني رسنیو دا راپور رښتیا شي نو دا به لومړی ځل وي چې د پاکستان پوځ حقاني شبکه په نښه کوي.

One thought on “پاکستاني ځواکونو د انتحاریانو د موندلو لپاره په ساعتونو د افغانستاان لار بنده کړه”
  1. بمونه دی هسي په وزیرستانونو نه غورځوی د حقاني شبکي مرکزي ځاي پښور دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *