تاند- د خیبر  ایجنسۍ ادارې پرون /دوشنبه/ د تورخم په باچا مېنه کې د افغانانو ګڼ کورونه پر بلدوزرونو ونړول.

د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې نن د چارواکو په قول وویل چې د خیبر ایجنسۍ ادارې ته ویل شوي و چې په تورخم کې ډېر شمېر افغان کورنۍ اوسي او باید په څلور ورځو کې افغانستان ته لاړ شي او کنې کورونه یې ورنړوي.

د پنجشنبې په ورځ /اپریل ۷/ د خیبر ایجنسۍ پولیټیکل ایجنټ خالد محمود په تورخم کې افغانانو ته خبر ورکړ چې ژر تر ژره ووځي کنې کورونه یې ورنړوي.

ډیلي ټایمز ورځپاڼه وايي، د ټاکل شوي ضرب الاجل له پوره کېدو وروسته قانون نافذوونکو ځواکونو د بلدوزرونو او تراکتورونو په ذریعه د افغانانو کورونه هوار کړل.

د خیبر ایجنسۍ اداره وايي، د نورو افغانانو د کورونو ورانولو ته به تر هغو دوام ورکړي چې ټوله دې سیمې وتلي نه وي.

د خیبر ایجنسۍ چارواکي وايي، تر اوسه پوري ۳۱۸ کورونه نړول شوي او شاوخوا ۱۹۰۰ افغانان په دې سیمه کې اوسي.

پاکستاني چارواکي وايي چې د امنیتي اندېښنو په خاطر یې افغانانو ته ویلي چې د تورخم له سرحدي سیمې ووځي. د دوی په وینا په ورته علت یې په ۲۰۱۰ م کال هم د افغانانو کورونه نړولي ول خو په تېرو کلونو کې افغانانو بېرته کورونه جوړ کړل.‎

اکثره افغانان په تورخم کې کاروبار کوي او ګڼ یې ادعا کوي چې راجستر شوي دي.

د ۲۰۱۴ م کال د دسمبر په وروستیو کې په پېښور کې د پاکستان پر پوځي ښوونځي له حملې وروسته پاکستان پر افغان کډوالو فشار زیات کړی او په لسګونو زره افغانان د پاکستاني پولیسو د ځورونو له لاسه بېرته خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

One thought on “پاکستاني چارواکو په تورخم کې د افغانانو ۳۱۸ کورونه نړولي”
  1. زبردست کار یی وکړ .دا افغانان څه کوی هلته رادشی خپل وطن ته یوه ګوله ډوډی دلته هم پیدا کیږی د لوګی به نه مری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *