تاند- پاکستان وايي، یوې وسله والې ډلې په خوست کې د غلام خان بندر له لارې کابل ته د تلونکو پاکستاني لاریو مخه نیولې ده.
پاکستاني رسنۍ وايي چې دغو لاریو ته د غلام خان په بندر کې، چې د جمعې په ورځ پرانیستل شو، د ګمرک مسوولانو د ګمرکي له اخیستلو وروسته اجازه ورکړه چې د کابل په لور وخوځېږي خو خوست ښار ته نژدې د کمپاین په نوم ځواکونودرولي دي.
د غلام خان بندر له سپین بولدک او تورخم وروسته افغانستان او پاکستان ترمنځ درېم مهم رسمي تجارتي بندر دی.
د جمعې په ورځ له دې لارې له افغانستانه ۳ کانتینره د پاکستان لور ته واوښتل.
دا لاره په ازمېښتي ډول پرانیستل شوې او د پاکستاني چارواکو په وینا ټاکل شوې ده چې په دې لار به په اوونۍ کې ۴ ورځې له پاکستانه تجارتي مالونه د افغانستان خوا ته او دوې ورځې له افغانستانه د پاکستان خوا ته اوړي.
په تېرو څلورو کلونو کې د غلام خان بندر لار ۳ ځلې پرانیستل شوې او بېرته پاکستان بنده کړې ده.
د خوست والي وايي، افغانستان له پاکستانه تضمین غواړي چې په خپله خوښه به بیا دا لار نه بندوي.
حکم خان حبیبي وویل، نور نه شي کېدای چې هر وخت د پاکستان زړه وغوښتل لاره به پرانیزي او هر وخت چې یې زړه ونه غوښتل بندوي به یې.
افغان چارواکو تراوسه پورې د غلام خان بندر له لارې افغانستان ته د راوښتو لاریو د مخنیوي په اړه څه نه دي ویلي خو پاکستاني چارواکي وايي چې د دوی د لاریو مخه د خوست په ترخوبي پوسته کې نیول شوې ده.
پاکستاني چارواکو ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې د ترخوبي په پوسته کې د کمپاین ځواکونو د لاریو چلوونکو ته ویلي چې باید دوی ته د غرمې تر ۱۲ بجو مخکې خبر ورکړای شوی وای چې لارۍ چیرې ځي.
د کمپاین ملېشه وزمه ځواکونه د ناټو او امریکايي پوځیانو له ملاتړه برخمن دي.
د پاکستاني لاریو چلوونکو دغه راز ویلي چې باران او ږلۍ هم په لاریو کې بار سیمینټ زیانمن کړي دي.
دوی وايي چې لږترلږه ۱۰ نورې لارۍ، چې سیمینټ پکې بار دي، د غلام خان بندر له لارې افغانستان ته روانې دي.
د غلام خان بندر د دواړو خواوو د سوداګري راکړې ورکړې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګڼل کېږي.