تاند- پاکستان ټوډې ورځپاڼې د پاکستان د یوه پخواني سفیر او د افغانستان د چارو د کتونکي ایاز وزیر له قوله وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا یوازې د سیاسي پروسې له لارې حل کېدای شي او د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژنه د افغانستان د سولې پروسه نوره هم پېچلې کولی شي.
ښاغلي وزیر د پاکستان ټوډې ورځپاڼې له مسوول مدیر عارف نظامي سره په مرکه کې وویل، د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز دوې میاشتې پخوا د امریکا د سفر په لړ کې اعتراف کړی و چې د طالبانو مشران په پاکستان کې اوسي.
ایاز وزیر زیاته کړه، ملا اختر منصور د طالبانو د نوي مشر په توګه د بلوچستان ایالت په کوچلاغ کې ټاکل شوی و.
ده پر منصور د امریکا برید ته په اشارې وویل، دا په بلوچستان ایالت کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو لومړنۍ حمله وه.
د پاکستان ټوډې چلوونکی عارف نظامي وايي، د ده له اټکل سره سم د امریکا ولسمشر بارک اوباما غواړي چې د پاکستان پر ضد جګړه اعلان کړي ځکه چې دغه هیواد دا ځل پر خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو برید نه دی کړی.
ده وویل چې پاکستان ۵ کاله پخوا تقریباً دې ته ورته وضعیت په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته درلود.
د دفاعي چارو کتونکی طلعت مسعود وايي، د پاکستان په خاوره کې د ملا اختر محمد منصور وژل کېدا د پاکستان لپاره د شرم وړ ده:«موږ ته پکار ده چې خپلې ادارې پیاوړي کړو او ملکي مشران مو باید د هیواد د مهمو امنیتي پالیسیو کنټرول په لاس کې واخلي.»
د ده په نظر باید له دې پېښې وروسته صدراعظم نوازشریف د ملي امنیت غونډه وربللې وای.