تاند- پاکستانیان خوشاله دي چې د جنوبي افریقا له غښتلي ټیم سره د پاکستان د مسابقې په مهال به باران واوري او مسابقه به مساوي اعلان شي.
د دې مسابقې، چې د شنبې په ورځ د نیوزیلنډ په پلازمېنه اکلنډ کې کېږي، د پاکستان لپاره یې ګټل تقریباً ناممکنه دي. ځکه پاکستانیانو زړه دې ته ښه کړی چې باران به واوري او مسابقه به مساوي اعلان شي. د مسابقې د مساوي اعلانېدو په صورت کې به د دواړو ټیمونو په برخه یو – یو امتیاز شي.
تر دې مخکې بنګله دېش هم په ورته ډول له استرالیا سره له مسابقې وژغورل شو او یو امتیاز یې ترلاسه کړ.
د نیوزیلنډ د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې د شنبې په ورځ به په اکلنډ کې باران واوري.
جنوبي افریقا د روان نړیوال جام یو له ۵ غوره ټیمونو ځني دی. نیوزیلنډ، استرالیا، سریلانکا،هند او جنوبي افریقا تر ټولو ښه تیمونه دي. په دغو ټیمونو کې ۳ له افغانستان سره په اې ګروپ کې دي.