امین شینواری
د یو هیواد په پرمختګ کی زده کړه/تعلیم ستر او اساسی رول لوبوي. زموږ په هیواد کی د زده کړو معیار د ټیټ نه هم پسی ټیټ دی. له لومړي ټولګي څخه په کوچنیانو د اتو نه نیولی تر شپاړسو مضامینو پوری زده کوی چی دا په یو عادی انسان باندی ذهنی فشار سربیره فزیکی فشار او بوج دی. زموږ په تعلیمی سیستم کی رشته بندی د دولسم ټولګی څخه وروسته پیل کیږی. متعلم تر دولسم پوری شپاړس مضامین وایی چی په پای کی متعلم هرفن مولا شی او نه ددین شی او نه د سادین.
زموږ په هیواد کی زیاتره خصوصی پوهنتونو کی زیات شمیر استازان د پاکستان څخه دی چی دا یواځی د بازار موندنی/مارکیټنګ لپاره دی تر څو محصلین ددوئ په نوم راجذب کړی او بس. د ننګرهار سربیره په کابل او شمیر نورو ولایاتو کی هم زیاتره استازان د پاکستان څخه دی.
دا چی د پاکستان څخه ډير شمیر کډوال راروان دی او پدوئ کی ډیره طبقه ځوانان د تعلیم په جامو کی تر ماسټرئ او دوکتورا پټ دی نو دوئ ته دی دغه فرصتونه ورکړل شی. نه یواځی کډوال بلکه په میشت خلکو کی موږ ډير شمیر با استعداده ځوانان لرو چی بی کاره بی روزګاره ګرځیږی. نو که دغه ځوانه طبقه ددوئ(پاکستانیو) ځای ونیسی نو له یوی خوه به موږ ددوئ څخه اتکا لیری شی او له بلی خوا به زموږ ځوانانو ته دندی په لاس ورشی او تعلیمی فرصتونه به یی په برخه شی.
یوه بله ستره او اهمه موضوع داده چی پاکستانی اسناد او زموږ اسناد سره فرق کئ. موږ شپارسم ته لسانس وایو او دوئ شپاړسم ته ماستری. موږ اتلسم ته ماستری وایو او دوئ ورته M.Phil/MS وایی. د پاکستان څخه زیاتره راغلی استازان شپاړسم پاسان(لسانسه) دی خو چون دوئ ته یی په اسنادو کی ماستری لیکلی وی نو موږ یی هم په ماسترانو کی شمیرو حال دا چی که یی زموږ تعلیم سره یی برابر کړی نو دوئ هم لسانسه دی. خو دا چی لوړو زده کړو وزارت پری غور ندی کړی او یا یی اسناد په پوره غور نه لولی، نه یی سم ارزیابی کئ او نه پوره تحقیق کئ نو دا بیله موضوع ده؟ لوړو زده کړو ورازت ته پکار ده چی ددوئ اسناد دی پوره ارزیابی شی او د هغی نه وروسته دی بیا د استازئ جواز ورکړل شی که نه نو دننه په هیواد کی مو بلها شی بااستعداده لسانسه شته چی بیکاره ګرځی.
بله مهمه خبره چی باید ذکر یی وشی چی زیاتره محصلین د پوهنتونو څخه دا تقاضا کئ چی دوئ لپاره دی باکستانی استازان راوستل شی چی دا یوه بیځایه تقاضا ده. ډیر ادارات پاکستانی استازان د محصلینو په غوښتنه ساتی چی دی سره د خپلو کدرونو زړه وهل کیږی او هغوئ د تعلیم د ډګر ځخه زړه تورن او ماڼیجن کیږی.
یو پاکستانی استاذ چی په زرګونو ډالر د میاشتی معاش اخلی که دغه معاش یی په یو افغانی استاذانو باندی ولګول شی، د هغوئ ظرفیتونه لوړ شی، فرصتونه او سهولتونه ورته برابر شی نو پدی باوری یم چی ښه کدرونه به وروزلی شی او پای کی به ښی پایلی ولری او د بهرنیو استازانو اړتیا به ونه موندل شی. د پاکستانی استازانو استوګن ځایونه، د هغوئ مصارف، د هغوئ ډوډئ او نور مصارف په پوهنتون باندی بوج دی که دوئ کم شی نو دغه پیسی به پوهنتون ته بچت شی او په ټوله کی به مو خپل کدرونه په کار وګمارل شی او د پردیو د تکیی څخه به ابدی خلاص شو. د پاکستانیو سره یو مشکل په ژبه کی دی که خپل استازان ولرو نو دغه مشکل به هم رفع شی.
د لوړو زده کړو وزارت دی یو ځل بیا د بهرنیو اتباعو په جذب کی سوچ وکړی او د هغوئ اسناد دی سم ارزیابی کړی. د کوم مسلک استاذانو ته چی اړتیا وه او پخپلو خلکو کی ونه موندل شی نو بیا دی له بهره راوستل شی. موږ یی هرکلی کوو- خو دی نورو ته دی خدای پامانی ووایی.
دا په موږ بوج دی او موږ نور بوج نشو وچتوی.