تاند، شنبه، د حوت ۱۷مه: د طالبانو په مرسته د هند له زندانه راخوشې شوي پاکستاني ترهګر مولانا مسعود اظهر د طالبانو او امریکا د هوکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، طالبانو د لېوه واشنګټن لکۍ پرې کړې ده.
د جیش محمد پاکستان مشر مسعود اظهر چې هند یې په لټه کې دی، په یو غږیز پیغام کې ویلي، د دغه تړون او بریا مبارکي ټولو طالبانو ته وايي.
مسعود اظهر طالبانو ته په پيغام کې ویلي، داسې ورځ هم وه چې امریکا د لېوه په څېر افغانستان کې ګرځېدله، خو اوس په دوحه کې طالب مشرانو په پوره ایمان او د جهاد په زور د امریکا لکۍ پرې کړه او غاښونه یې ورمات کړل.
مولانا مسعود اظهر د طالبانو مهم ملګری بلل کېږي او په ۱۹۹۹ کال کندهار ته د ترهګرو لخوا تښتول شوې الوتکې د مساپرو په بدل کې طالبانو له هند څخه بندي مسعود اظهر راخوشې کړ.
مسعود اظهر د طالبانو له پخواني مشر اختر محمد منصور سره هم نږدې اړیکې لرلې او په دغو اړیکو یې فخر کړی دی.
مسعود اظهر په افغانستان کې هم ګڼ بریدونه د طالبانو لپاره ترسره کړي دي خو تېر کال فبرورۍ کې یې هند په بالاکوټ کې یو کمپ په بمبارۍ کې له منځه یووړ او دی یو وار بیا ورک شو.