تاند، دوشنبه، د حوت ۱۲مه: د پاکستان د جماعت اسلامي مشر او سناتور سراج الحق د طالبانو او امریکا د هوکړې په تړاو ویلي، څرنګه چې افغانستان کې طالبانو نړیوال ابر قدرت مات کړ، دغسې به کشمیر کې هند هم مات شي.
سراج الحق ویلي، طالبانو اسلامي نړۍ د ویاړ تاج په سر کیښود او د افغانستان کوڅې یې په امریکایي هدیرو بدلې کړې، خو همدارنګه به کشمیر هم د هند په وینو رنګ شي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د شنبې په ورځ په دوحه کې له امریکا سره د سولې تړون لاسلیک کړ او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره یې د دوی د ۵ زره بندیانو د ورخوشې کولو شرط کیښود، چې افغان حکومت تر دې دمه یاد شرط رد کړی دی.
سراج الحق د قاضي حسین احمد د ګوند مشر دی چې د هغه له مرګ وروسته دې مقام ته رسېدلی او دا ګوند د طالبانو د رامنځته کوونکو ډلو څخه یو دی چې له آی ایس آی سره په ګډه یې ترهګرې ډلې تولیدولې.
دا ډول کسان تاریخ کی روښانه دی پرته لدی افغانستان کی ورته دینی او سیاسیون شته چی دپاکستان ګټی پالی لکه همایون همایون چی وخت په پارلمان کی وویل چی ایران او پاکستان د افغانستان په اوبو کی حق لری
همدارنګه ګیلانی، اسماعیل خان، محقق ، حکمتیار، عبدالله عبدالله ، محقق او اوس وخت کی کرزی زیاتره وخت د لنډمهالی اداری خبری کوی چی مخکی لده یا وروسته له ده پاکستانی مشرانو تکراری ډول کولی او دلته طلوع نیوز او آریانان او ویسا او مسیر ، سپوږمی رادیو او همدارنګه کابل نیوز ورته څڼی غورځولی
http://www.taand.com/archives/37539
جنرال حمیدګل: دا سمه ده چې جنګ افغانانو کاوه، خو لارښونه يې ټوله زما وه
جنرال حمید ګل مرکه له ایکسپریس سره: چی افغانستان په اړه یی هم ډیر خبری کړی
ځنې خلک له هند سره پر اړيکو جوړه ولو کې ډېر افراط کوي ، په داسې حال کې ،چې زموږ او هند ترمنځ د کشمير ستونزه پر ځای پاته ده ، موږ ته په پوځ کې روزنه هم د کشمير د ازادۍ په مقصد راکول کېده ، په همدې اساس وه ،چې جنرال کياني ويلي وو ،چې زموږ دفاعي محور هند دی ، نو په دې خبره ترې مايک مولن خفه شوو او همدا لامل وو ،چې په اخيري دريو کلونو کې کياني امريکې ته سفر ونه کړ .
http://www.taand.com/archives/36379
حمیدګل وايي طالبان به په افغانستان کې له جګړې لاس وانخلي
حمید ګل په عین حال کې په پاکستان کې جګړه ناروا بولي، وايي چې په وزیرستان کې د ترهګرو پرضد جنګ تر دې دمه بریالی دی خو تر هغو به په وزیرستان کې نهايي هدف ترلاسه نه شي چې امریکایان له افغانستانه وتلي نه وي.
http://www.taand.com/archives/20034
حمید ګل: امریکا غواړي چې پاکستان له منځه یوسي
نو ځکه عمران خان په امریکا کی د کشمیر په پر ځای افغان سولی خبره وریادوله تر څو امریکا له افغانستان ووځی او پاکستان د هند په وړاندی افغانستان طالبانو ګټه پورته کړی
له افغانستانه روسته یې لکه چې کشمیر ته شکیري دا لیوني سپي