تاند- ۳۳ کلن ذوالفقار چودري د پاکستان په ملتان ښار کې زمری ساتي.
د مېل بریتانیايي ورځپاڼې د راپور له مخې، چودري د نورو خلکو خلاف زمري ته اجازه ورکړي چې پر تخت یې څملي او حتي پر فرش او بستره خوراک وکوي.
ده دا ببر زمری ۶ میاشتې پخوا په بیه رانیولی او اوس یې په کور کې ازاد ګرځي.
چودري، سره له دې چې لوکس او ایرکنډېشن کور لري، د دې پروا نه کوي چې د خوب پر تخت یې زمری اومه غوښه خوري او یا یې ممکن دوه کلن زوی ته خطر پېښ کړي.
د ده ۲ کلن زوی له زمري سره هغسي لوبې کوي لکه له سپي سره چې یې کوي.
چودري د خپل ببر په اړه وايي«هغه ما ته داسې ده لکه زوی چې مې وي. د دوو میاشتو و چې وامې خیست. شپږ میاشتې کېږي چې راسره اوسي.
زما زمریان ډېر خوښېږي او احساس مې کاوه چې یو به ساتم. ما په دې اړه له خپلې کورنۍ سره هیڅکله خبرې نه وې کړي، ومې پېره او بیا مې دوی ته وویل.»
دا ببر، چې تر ۷۴ کیلو زیات وزن لري، د ورځې نژدې ۸ کیلو اومه غوښه خوري.
دی زیاتوي«تراوسه پورې ما خپل ببر تړلی نه دی او هیڅکله به یې ونه تړم ځکه چې د خپل زوی غوندي راباندې ګران دی.»
له چودري څخه وپوښتل شول چې ایا حکومت اجازه ورکړې چې په کور کې زمری ازاد پرېږدي؟ ده ادعا وکړه چې اجازه لري خو په دې اړه یې څه ونه ویل چې دا ببر یې چیري په ۳۲۰۰ پونډه اخیستی دی.
دا پورته رښتینی حکایت د یوی بلی ترخی سناریو انعکاس دی
داسی
زمری او پړانګ او لیوه او سپی او نور څیرونکی ژوی ټول حیوانان ګڼل کیږی
د خصلت له مخی هم ټول تقریباً سره ورته دی د انسان خصوصاً ښه انسان خلاف، دا څیرونکی حیوانان د لوږی په صورت کی کوم قانون او مقرراتو ته د درناوی تعهد نه لری چی البته د طبیعی جوړښت اقتضا ئی همدا ده
بده به نه وی که ومنو چی زمری په هیڅ صورت تر دا نورو څیرونکو حیوانانو کوم خاص ښه فضیلت نه لری او فقط زور ئی تر دی نورو لږ غوندی ډیر دی او په ضمن کی د هنرمندانو خصوصاً شاعرانو او احساساتی او کُسمادری څخه ډکو سیاست بازانو پاملرنه ئی ځانته جلب کړی ده
شاعران او هنر مندان خو نو پیژنو چی د لولو څخه لالا او د لالا څخه لولو جوړولای سی نو ځکه
د څلویښت زره کاله (البته زیاد او کم) را پدیخوا زمری زموږ انسانانو په ادبی تاخچه کی د افتخاری میلمه ځای لری، بلا دی دده دا د ارمونی په خوله او ویروونکو سترکو سی
اصلی خبره
د زمری د پورته اوصافود لنډی توضیح په رُڼا کی
په پاکستان کی په لس ګونو رسمی چودریانو د خپلو څنګونو سره لوی لوی زمریان (حرفه ای تروریسټان) کښینولی دی چی نه ئی د فحشا پر مرکزونو بوی کاږی نه ئی د نجونو او ښځو پر تعلیمی مرکزونو او نه ئی حتی پر تبشیری – استعماری مؤسسو او نه ئې پر نورو منکراتو او هر یوه ته د خلیج د شیخانو لخوا د ورځی اووه کیلو اومه غوښه او خوږی شلومبی ور کول کیږی
خو
همدې پلیدو چودریانو نور زمریان! !!!!هم روزلی او رالیږلی دی کوم چي زموږ په هیواد کی منکرات څه چی پر معروفاتو مو بویان کاږی او قرآن او مسجد او پُلونه او لیاری او بیګناه ماشومان او زاړه او ښځی مو را څیری
په پورته لیکنه کی د ۳۲۰۰پونډونو یادونه به زما مسکین د تبصرې د ادرس د موندلو سره مرسته وکی البته د هغو لپاره نه کوم چی د پونډونو او انګریزی لیبرالیزم مینان دی
په پاکستان کی په لس ګونو رسمی چودریانو د خپلو څنګونو سره لوی لوی زمریان (حرفه ای تروریسټان) کښینولی دی چی نه ئی د فحشا پر مرکزونو بوی کاږی نه ئی د نجونو او ښځو پر تعلیمی مرکزونو او نه ئی حتی پر تبشیری – استعماری مؤسسو او نه ئې پر نورو منکراتو او هر یوه ته د خلیج د شیخانو لخوا د ورځی اووه کیلو اومه غوښه او خوږی شلومبی ور کول کیږی