تاند، شنبه، د قوس ۳۰مه: د پاکستان په ملتان ښار کې یو مسلمان پروفیسر مقدساتو ته د سپکاوي په جرم په مرګ محکوم شوی دی.

د ملتان ښار یوې محکمې نن جنید حفیظ د اسلام ضد عقایدو د خپراوي په تور مجرم وباله او په مرګ یې محکوم کړ او همدارنګه یې حکم وکړ چې حفیظ باید تر درې زرو دوه سوو ډالرو زیاته نقدي جریمه هم ورکړي.

د جنید حفیظ مدافع وکیل شهباز ګرمانی ویلي، چې ددې حکم په وړاندې به د استناف غوښتنه وکړي. نوموړې ټینګار وکړ چې پر موکل شوی حکم یې یوه تیروتنه ده.

پاکستاني پولیسو په 2013 م کال کې جنید حفیظ د غیراسلامي عقایدو د خپراوي په جرم ملتان ښار ته نژدې په بهاوالدین ‌ذکریا پوهنتون کې نیولی و.

حفیظ شپږ کاله د محکمې د حکم په انتظار کې تیر کړي او ډېر وخت د زندان په انفرادي خونه کې ساتل شوی دی.

د بښنې نړیوال سازمان د تیر سیپټمبر میاشت کې له پاکستان وغوښتل چې 33 کلن حفیظ دې زر او له قید او شرط پرته خوشې کړي.

2 thoughts on “پاکستانی پروفیسر دیني مقدساتو ته په سپکاوي اعدامېږي”
  1. که څه هم دا یوه عقیدتی مسئله او کړنه ده خو شننه او ستائنه او غندنه ئی الزاماً په عقیدتی چوکاټ کی نه بلکه په اخلاقی او حقوقی استدلال د بحث وړ ده
    د بیان او عقیدی د آزادی د اصل بحث ته باید لمن و نه وهل سی بلکه موضوع ته د بلی زاوئی څخه وکتل سی
    آیا د اخلاقی نظره به دا یو حماقت نه وی چی
    په یوه پراخه پرګنه کی ( چی تقریباً ټول په عین عقائدو سمبال وی ) د هغوی په حضور کی د هغوی د عقائدو پر ضد بیرغ پورته سی خصوصاً چی د کلک غبرګون احتمال ئی هم سل په سلو کی وی؟
    آیا هغه مارکسیسټ او مسلمان او مسیحی او یهود او ملحد او سکولر او روحی او طبی ډاکټر او پروفیسور به احمق نه وی چی مثلاً د هندواڼو د ځانګړو مراسمو په ډګر ور ګډ او د غوا پرستش او د غوا د شوکلاډ د تمسخر چیغی تر خوله راوباسی؟
    مسلماً یا به احمق به وی او یا ناروغ وی

  2. په پاکستان کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه د پراختیا په لور روان دي
    http://www.taand.com/archives/115431
    په پاکستان کې د دغه هېواد مذهبي ګروپونو د چارشنبې له ورځې راهیسې، چې سترې محکمې یې د اسلام د پېغمبر حضرت محمد رسول الله (ص) په شان کې سپکاوي کوونکې، آسیه بي بي، نومې ښځې ته برأت ورکړ، لاریونونه پیل شوي دي.

    http://www.taand.com/archives/115710
    پاکستانۍ عیسوۍ آسیې بي بي په توره شپه له پاکستان نه پښې سپکې کړې

    پاکستانۍ عیسوۍ ښځې، آسیه بي بي، چې ادعا کېدله رسول الله (ص) ته یې (نعوذباالله) سپکې سپورې ویلې وې بېګا شپه په شپه له پاکستان څخه پښې سپکې کړې او ووتله.
    د پاکستان اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې په خپل وېب سایټ لیکلي، چې آسیه بي بي چې له تېرې چارشنبې /د اکتوبر۳۱مې/ راهیسې د پاکستان د ملتان په جېل کې وه بېګا ماښام په داسې حال کې چې له جېل څخه تر هوایي ډګر پورې لاره د لږ وخت لپاره بنده وه، د امنیتي ځاکونو په یوه ځانګړي کاروان کې هوایي ډګر ته ورسول شوه.

    ایکسپرېس ټریبیون لیکي، چې وروسته هغه د یوې ځانګړې الوتکې په وسیله له ملتان څخه د اسلام اباد هوایي ډګر ته بوتلل شوه، او بیا د یوې بلې الوتکې په وسیله له پاکستان څخه د کوم نامعلوم هېواد په لوري لاړه.

    ویل کیږي، چې تر دې مخکې د آسیې مدافع وکیل سیف الملوک په هالنډ کې پناه اخیستې وه، او د بي بي سي اردو خبریال شهزاد ملک تایید کړه چې آسیه بي بي او کورنۍ یې هم هالنډ ته پر لاره دي.‌

    د نومبر په ۲مه او د مولانا سمیع الحق له وژنې څخه وروسته د لاریونوالو مشرانو او حکومت په دې هوکړه کړې وه چې آسیه بي بي به له پاکستان څخه بهر وتلو ته نه پرېږدي، خو پاکستاني ملایان بېګا په خواږه خوب ویده ول چې آسیه بي بي ترې والوته.

    را به شو دیته چی کله دوی آسیه بی بی ته په بل هیواد پناه ورکوی نو معلومه ده چی ددی پروفیسور لپاره د غم خوړلو ځای پیدا کړی مګر جنرال مشرف باندی چی ۳۲ زره پښتنو او بلوڅو قاتل بلل کیږی پوځ او استخبارات او پخپله ملکی دولت ورباندی دده په هکله فیصله باندی په غوسه دی داسی هم ویل کیږی چی کوم قاضی د اعدام فیصله یی مشرف کړی له دندی ګوښه کړی مګر کله چی بوکټی او محسن داوړ او علی وزیر د پښتنو او بلوڅو د آزادی په اړه لاریون کوی بیا بی له محکمی بندی کیږی دیته وایی اجتماعی عدالت چی تنها د پنجاب لپاره جوړ شوی نړی حقوقی او سیاسی بنسټونه هم ورته څه نه وایی

    کچیری افغانستان کوم ګام پورته کړی او کوم مجرم یا جنګی جنایت کاری ونیسی یا محاکمه کړی بیا ملګری ملتونه، امنیت شورا په ځانګړی ډول امریکا او برتانیی ورباندی د هری موضوع په اړه جداګانه نظر ورکوی ته به وایی چی دا دوی هیواد دی او افغانان دلته مهاجر دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *