تاند، یکشنبه، ۳۰مه: د پاکستان پوځ ویلي، له دې وروسته به خپله ځانګړې بلوچستان ته واړوي او افغانستان سره به پر پوله د اغزن تار تېرولو کار چټک کړي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور وايي، پوځ دا مهال خپل ټول تمرکز د بلوچستان د امنیتي وضعیت مهارولو او هلته د وسله والو ډلو ځپلو ته اړوي.
نوموړی وايي، یو شمېر سیمو کې افغانستان سره د ډیورنډ پر پوله د اغزن تار لګولو له کبله د بلوچستان وضعیت په تدریجي ډول ښه شوی او تر یو حده پېښې هم کمې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې لومړی لاس سرچینې وايي، پاکستان سره د ډیورنډ پر فرضي کرښه د اغزن تار تېرولو هوکړه د ملي امنیت پخواني سلاکار له ولسمشر غني څخه په پټه لندن کې کړې وه.
په همدې حال کې د ملي امنیت پخواني لرې شوې رئیس رحمت الله نبیل هم څه موده وړاندې یوې مرکه کې ویلي وو، چې حنیف اتمر له پاکستاني استخباراتي جنرالانو سره لیدنه لرله، خو دی یې له کوټې څخه وویست چې له کبله یې نبیل احتجاج وکړ او خبره بالاخره د نبیل په ګوښه کېدو تمامه شوه.
بخوا د بلوچستان د امنیتي وضعیت په تړاو د پاکستان د تمرکز خبره داسې حال کې کېږي چې دغه هېواد د طالبانو، حافظ سعید او نورو ډلو په بدل کې پر امریکا د بلوچ ازادي غوښتونکو پوځي ډلګۍ د ترهګرو تور لیست ته اچولې ده.
دا ډله له پاکستان څخه خپله ازادي غواړي او تر اوسه یې دې برخه کې د پاکستان د ظلمونو خلاف زرګونه قربانیان ورکړي دي.