تاند- د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په هوايي ډګر(بېنظیربوټو) کې د یوه خصوصي هوايي شرکت الوتکې په خپل سر حرکت کړی او له دېوال سره ټکر شوې ده.

پاکستاني رسنۍ وايي چې الوتکه په پارکینګ کې ولاړه وه او هیڅوک پکې سيپاره نه ول چې روانه شوه او له دېوال سره ولګېده.

د هوايي ډګر سرچینې وايي چې ښايي د هوا د فشار په وجه الوتکې حرکت کړی وي.

په پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی خو الوتکه زیاته زیانمن شوې ده.

0 thoughts on “پاکستانۍ الوتکه له دېوال سره ټکر شوه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *