تاند، یکشنبه، د ثور ۲۱مه: د پاکستان د ملي شورا پخوانۍ غړې ویلي، امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې او هند هم باید په افغانستان کې د امریکا تېروتنه  تکرار نه کړي.

د پاکستان د ملي شورا پخوانۍ غړې فرحناز اصفهاني دا خبره وروسته له هغې کړې چې خلیلزاد وویل، هند باید له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کېني او طالبانو هم د دغې ټکي هرکلی وکړ.

اوس د پاکستان دغې سیاستوالې پر خپل ټویټر لیکلي هند دې په افغانستان کې د امریکا تېروتنې نه تکراروي چې ماتې به وخوري.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې داسې اوازې دي چې خلیلزاد غواړي د امریکا له لوري هند ته پیغام ورکړي چې په افغانستان کې خپل سرتېري مېشت کړي، خو دا هغه خبرې دي چې تر اوسه تایید شوې نه دي.

خلیلزاد په دې وروستیو کې له قطر وروسته هند ته د خپل سفر هدف دا ښودلی چې د افغانستان په سوله کې د هند اندېښنې رفع شي.

  دا په داسې حال کې ده چې پاکستان، سیاستوال یې، استخبارات یې او ملکي حکومت یې تل د افغانستان موضوع له هند سره تړي او له ډېرو فشارونو وروسته یې هم زړه نه کېږي چې افغانستان دې له هند سره دوست پاتې شي او په افغانستان کې دې د پاکستان له نفوذ پرته یو مرکزي حکومت ټینګ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *