تاند – پاکستانۍ عیسوۍ ښځې، آسیه بي بي، چې ادعا کېدله رسول الله (ص) ته یې (نعوذباالله) سپکې سپورې ویلې وې بېګا شپه په شپه له پاکستان څخه پښې سپکې کړې او ووتله.

د پاکستان اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې په خپل وېب سایټ لیکلي، چې آسیه بي بي چې له تېرې چارشنبې /د اکتوبر۳۱مې/ راهیسې د پاکستان د ملتان په جېل کې وه بېګا ماښام په داسې حال کې چې له جېل څخه تر هوایي ډګر پورې لاره د لږ وخت لپاره بنده وه، د امنیتي ځاکونو په یوه ځانګړي کاروان کې هوایي ډګر ته ورسول شوه.

ایکسپرېس ټریبیون لیکي، چې وروسته هغه د یوې ځانګړې الوتکې په وسیله له ملتان څخه د اسلام اباد هوایي ډګر ته بوتلل شوه، او بیا د یوې بلې الوتکې په وسیله له پاکستان څخه د کوم نامعلوم هېواد په لوري لاړه.

ویل کیږي، چې تر دې مخکې د آسیې مدافع وکیل سیف الملوک په هالنډ کې پناه اخیستې وه، او د بي بي سي اردو خبریال شهزاد ملک تایید کړه چې آسیه بي بي او کورنۍ یې هم هالنډ ته پر لاره دي.‌

ویل کیږي، چې د پاکستان د قانون له مخې، هغه کس ته چې د اسلامي مقدساتو سپکاوی وکړي د مرګ سزا ورکول کیږي، خو آسیه بي بي د اکتوبر په ۳۱مه د سترې محکمې له خوا له دې امله برأت ترلاسه کړ چې محکمې وویل چې په هغې لګېدلی تور دروغ او شواهد یې کافي نه ول.

د سترې محکمې له دغې فیصلې وروسته، په پاکستان کې ګڼ شمېر ملایان او پلویان یې لارو او سرکونو ته راووتل او د سترې محکمې د دغې فیصلې پر ضد یې لاریونونه وکړل. هغوی موټرو او نورو شتمنیو ته اورونه ورته وکړل او د پښتونخوا د مردان یوه دیني عالم د زرګونو خلکو په مخ کې اعلان وکړ چې عمران خان او چیف جسټېس (قاضی القضات) ثاقب نثار مرتدان او کافران دي او هغه په دې هکله مناظرې ته حاضر دی. (د اعلان ویډیو)

یو شمېر تحلیلګران په دې نظر دي چې د حقانیه دارالعلوم مشر مولانا سمیع الحق هم غوښتل چې اسلام اباد ته لاړ شي، له لاریونوالو سره یوځای شي او په دې هکله کوم مهم اعلان وکړي، لاکن په لاره کې د نامعلومو خلکو له خوا ووژل شو.

د نومبر په ۲مه او د مولانا سمیع الحق له وژنې څخه وروسته د لاریونوالو مشرانو او حکومت په دې هوکړه کړې وه چې آسیه بي بي به له پاکستان څخه بهر وتلو ته نه پرېږدي، خو پاکستاني ملایان بېګا په خواږه خوب ویده ول چې آسیه بي بي ترې والوته.

په شاه لالي مې سلام وایه () تورې ټکټ د بمبيي وکړ مینه

4 thoughts on “پاکستانۍ عیسوۍ آسیې بي بي په توره شپه له پاکستان نه پښې سپکې کړې”
  1. حضرت مولانا!
    جهاد چیرته فرض دی یا کلاب آی-اس –آی؟
    أتأمرون الناس بالبر و تنسون انفسکم……

  2. ای د پنجاب مولایانو که دا پیشه په افغانستان کی سوی وی ستاسی فتوی به خه وه دخدای ج په خاطر لژ
    به خپل ګروان نی وګوری

  3. مولانا ډیزل به اوس وایی
    جانان مې هېڅ نه مالوميږي
    ګومان مې کيږي په سفر به تللی وینه

  4. Aissa was frustrated by other uneducated muslim women on putting her cup in drinking water and she was being forced to convert to Islam. Aissa was not in good state of mind when she used improper words to Prophet Mohammad(PBH). if Mohammad (PBH) was alive he would forgive Aissa of what she said. Islam, in origin is a religion of peace, compassion, forgiveness and logic. and definitely not what extremists are shouting about it in the streets of Pakistan.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *