تاند، پنجشنبه د حوت لومړۍ: د پاکستان د کراچۍ ځانګړې محکمه د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د ۱۰۰ میلیونه روپیو مالي زېرمو او جایدادونو په اړه چې دغه هیواد کې ترې پاتې دي، په لاس کې اخیستي دي.
د سما ټلویزیون د راپور له مخې د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې په ۲۰۱۶ کال کې د بلوچستان په کچلاغ کې د امریکايي ډرون برید ښکار شوي ملا اختر محمد منصور اړوند شپږ املاک او کورونه لیلام ته وړاندې کړي دي.
یادې رسنۍ ویلي دغه شپږ کورونه په ګلشن معمار ښارګوټي، عمار ټاور، صنوبر هایټس، بسم الله ټیرس، ګلزار هجري ښارګوټي، سامیه ټاور او شهید ملتان سیمه کې تثبیت شوي او د ملا اختر محمد منصور په نوم دي خو اوس د پاکستان حکومت پرې ولکه ټینګه کړې ده.
پاکستانۍ محکمه دغه کار د ترهګرۍ د مالي ملاتړ د مخنیوي سازمان د رضا کولو لپاره کوي تر څو یې له خړ لیست څخه نوم وباسي او تور لیست ته یې هم ور اضافه نه کړي.
سما نیوز همدا راز د ملا اختر محمد منصور په دوه جعلي تابعیت نامو هم اعتراف کړی دی چې نوموړي ته ورکول شوي وو او هغه ترې په استفاده ځمکې اخیستې وې.
د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د هغه په جیب کې د محمد ولي په نوم شناختي کارډ او پاسپورټ موندل شوی و او دا جایدادونه هغه په همدغو اسنادو اخیستي وو.
وروسته د ګل محمد په نوم د ملا اختر محمد منصور بل شناختي کارډ هم وموندل شو چې د هغې له لارې به نوموړي بانکي راکړه ورکړه ترسره کوله.
د سما نیوز د راپور له مخې ملا اختر محمد منصور دا ټول کورونه په نږدې یو کال موده کې د محمد ولي او ګل محمد په نومونو اخیستي وو، خو په دې دواړو شناختي کارډونو کې یې د مېرمنې نوم یوازې حفصه بیګم ورکړی و.
د معاملاتو د لارښوونې هغه دفترونه چې ملا اختر محمد منصور ته یې ځمکې اخیستې دي وايي، چې نوموړي ورته ویلي وو د خپلو څلورو بچیانو او یوې مېرمنې د ژوند د خوندیتوب لپاره دا کار کوي، خو دوی وايي، هیڅکله یې د اختر محمد منصور ماشومان ونه کتل.
د معاملاتو د لارښوونې یو ایجنټ وايي، ولي محمد سره به د عمار یاسر او اختر محمد په نوم دوه نور کسان هم ګرځېدل او هغوی ته یې هم دوه کورونه اخیستي دي.
یو پاکستاني چارواکي ویلي، د ملا منصور یو ملګری چې دوی ته یې ځان عمار یاسر معرفي کاوه چې په طارق روډ یې کور و او موټر یې هم درلودل خو اوس د طالبانو د قطر دفتر غړی هم دی او پلار یې د ملا عمر نږدې کس و، چې غالبا د دغو نښو په اورېدلو سره د انسان ذهن ته د امیرخان متقي نوم راځي.
د پاکستان د ایف آی ای تحقیقاتي ادارې د څېړنو له مخې ملا اختر محمد منصور خپل ژوند هم بیمه کړی او ۳۳۳۰۰۰ روپۍ یې هم په اکاونټ کې ورته اچولې وې.
د پاکستان فدرالي تحقیقاتي اداره وايي، ملا منصور د مرګ تر وخته د جایدادونو د پیرودونکي په توګه درې بانکي حسابونه چلول چې له مرګ وروسته یې په کې درې میلیونه روپۍ موندل شوې دي.
د پاکستان د فډرالي تحقیقاتو ادارې مرستیال مشر رحمت الله ډومکي چې دا راپور یې چمتو کړی دی وايي، ملا منصور غوښتل په کراچۍ کې واوسي او هلته یې اخیستي کورونه د خپلو مراجعینو لپاره په دفترونو بدل کړي وو.
د پاکستان پوځ او استخباراتو ځکه دا ملکیتونه ضبط کړل او لیلام کوی یی چی نومړی په اخری وخت کی له ایران سره اړیکی قوی کولی او غوښتل یی چی پنجاب له انحصار طالبان خلاص کړی چی پاکستان بیا دده وژلو پلان د امریکا او برتانیه په شریکه جوړ کړ چی بیا پخپله یی وویشته مګر وویل چی ملا منصور امریکا وواژه
نو کچیری په رښتیا دا شخص امریکا ویشتلی نو ولی امریکا ته اجازه نه ورکوی چی حقانی مشر ځوی او هیبت الله او همدارنګه د کوټی شورا غړی وولی نو لدی ښکاری چی اوس پاکستان ددی لپاره ملامنصور ملکیتونه لیلام کوی چی وښایی دلته ایران پلوه طالبانو اړیکی له پاکستان سره نشته او شته طالبان نور د پاکستان په انحصار کی دی
کچیری رښتیا دوی د طالبانو شتمنی ضبط او لیلام کوی نو ولی حقانی د ډلی او ملاهیبت الله او نورو مخکنیو ۷ یا ۸ جنګی ډلی ټپلو ملکیتونه نه لیلاموی لکه حکمتیار، ربانی سیاف محقق کریم خلیلی احمدضیا مسعود، قانونی او همدارنګه دداعش د ډلو او مشرانو ملکیتونه او بانکی حسابونه هم باید بند او کنګل شی او امریکا یا افغان دولت ته وسپارل شی