تاند، پنجشنبه، د میزان ۱۸مه: ځايي محکمې د کوزې پښتونخوا پېښور کې د افغانستان پر ملکیت د جوړ شوي افغان مارکیټ دعوی د شوکت کشمیري په ګټه اعلان کړه.

افغان مارکیټ چې په پېښور کې د افغان قونسلګرۍ خواته جوړ شوی و، له کلونو راهیسې په کې د افغانانو دوکانونه وو او د افغانستان په ملکیت کې جوړ شوی و، خو له څه مودې راهیسې پرې د شوکت کشمیري په نوم یو کس د ملکیت دعوی کړې وه.

د پېښور استیناف محکمې تېره ورځ دغه لانجمنه قضیه کې د کشمیریانو په ګټه فیصله کړې او ویلي یې دي چې افغان مارکیټ دې ړنګ او ځای دې یې کشمیریانو ته وسپارل شي.

تېره ورځ ګڼ شمېر پولیسو او چارواکو د افغان مارکیټ په دوکاندارانو برید کړی، پر دغه مارکیټ له کلونو راهیسې ولاړ د افغانستان بیرغ یې راغورځولی دی، یو هوټل یې رانړولی او کشمیریانو ته یې د دغه مارکیټ ولکه او قباله سپارلې ده.

که څه هم په پېښور کې د افغان قونسلګرۍ چارواکو د پاکستان پولیسو د زورګويي د مخنیوي هڅه کړې ده خو چایې خبره نه ده اورېدلې او د افغان مارکیټ شاوخوا سیمه او سړکونه هم تړلي وو.

پولیسو د افغانستان بیرغ او پر افغان مارکیټ د افغانستان لګېدلی بورډ هم راغورځولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *