تاند، سه شنبه، د قوس ۲۶مه: د پاکستان د پخواني پوځي دیکتاتور اوږده محاکمه بالاخره پای ته ورسېده او د دریو قاضیانو مجلس نوموړی په اعدام محکوم کړ.

خو قاضیانو دا پرېکړه په داسې حال کې کړې ده چې نوموړی له څو کلونو راهیسې په پرله پسې ډول محکمې ته حاضر نه شو او وکیل به یې قاضیانو ته د هغه د ناروغۍ بهانه وړاندې کوله.

مشرف چې دا مهال په دوبۍ کې د تبعید ژوند کوي او په یو روغتون کې بستر دی په ۱۹۹۹ کال د یوې نظامي کودتا له مخې د نواز شریف په لرې کولو واک ته ورسېد او له نړیوال ایتلاف سره د افغان طالبانو پر ضد جګړه کې خورا مشهور شو.

نوموړي په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان اساسي قانون تعلیق کړ تر څو د هغه د حاکمیت د محاکمې مخه پرې ونیولی شي.

خو له واک څخه تر لرې کېدو وروسته نوموړی په څو ځله محکمو کې له دغه هېواد سره په ملي خیانت تورن شوی دی.

2 thoughts on “پاکستانۍ محکمې پروېز مشرف په اعدام محکوم کړ”
  1. د پاکستان پخوانی پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف پرون اعتراف وکړ چې د پاکستان له لوري د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل یوه احمقانه تېروتنه وه خو ده د القاعده په رامنځته کولو کې امریکا او نور لوېدیځوال ملامت وبلل.

    مشرف په کراچۍ کې د ځوانانو پارلمان ته په وینا کې یادونه وکړه چې پاکستان یوازینی هیواد و چې په ۱۹۹۶ میلادي کال یې د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژانده، ورپسې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو هم د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژانده.

    د پاکستان پخواني پوځي مشر یو اویا کلن مشر د پنجشنبې په ورځ ومنله چې پاکستان د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندلو کې حماقت وکړ.

    ده دا هم وویل چې د پاکستان لومړی حماقت دا و چې ۲۵ زره افغان مجاهدین یې وروزل څو د پخواني شوروي اتحاد پر ضد وجنګېږي او وروسته همدا کار د دې سبب شو چې القاعده رامنځته شي.

    مشرف همداراز وویل چې بله تېروتنه دا وه چې لوېدیځوالو د طالبانو رژیم په رسمیت ونه پېژانده.

    د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر دا خبره هم ومنله چې په دوه زرم میلادي کال د امریکا ولسمشر بیل کلنټن پاکستان ته ورغی چې په دې یې وترټي چې ولي یې د طالبانو رژیم په رسمیت پېژندلی دی.

    مشرف یو ځل بیا په افغانستان کې د پښتنو د حقونو یادونه وکړه او ویې ویل چې همدا تشه سبب شوه چې طالبان ورڅخه استفاده وکړي او په ۲۰۰۳ میلادي کال کې بیا ځانونه منسجم کړي.

    مشرف ادعا وکړه چې طالبان په افغانستان کې د هماغه وخت د شرایطو په خاطر په خپله راوبوټېدل.

    ده وویل:«ځیني وايي چې طالبان زموږ بچیان دي او موږ زېږولي دي، خو دا حقیقت نه لري.»

    http://www.taand.com/archives/35654

    مشرف: له طالبانو څخه مو د افغانستان پر ضد کار واخیست
    http://www.taand.com/archives/86180

  2. تیر کال په اسلام آباد کی پښتنو په لاریون کی په پاکستان یو ژونالیست لاریونوالو ته وویل

    د پاکستان وتلي ژورنالېست حامد میر هم دغې احتجاجي ناستې ته په وينا کې وويل، چې د نقیب قاتل يوازې د کراچي د پوليسو مشر راو انور نه دی، بلکې د پاکستان پخوانی پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف هم د زرګونو قبايلو قاتل دی او اوس له هېواده تښتېدلی دی.

    حامد مير ټينګار وکړ، چې احتجاج کوونکي دې له حکومته په ګډه د پروېز مشرف د راوستلو او محاکمې غوښتنه وکړي او تر هغو دې خپله ناسته پای ته نه رسوي، تر څو، چې د شهيد نقیب په ګډون د قبايلو تر ټولو ستر قاتل جنرال مشرف نه وي محاکمه شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *