په پاکستان کې فحاشي

تاند – د پاکستان مشهوره ورځپاڼه «ډیلي قدرت» لیکي چې په دغه هېواد کې د پاکستانيو نجونو د جسم فروشۍ کاروبار په ښکاره په انټرنټ روان دی.

ډیلي قدرت نن پنجشنبه /د فبروري ۲۳مه/ لیکلي، په انټرنټ د پاکستانيو نجونو د جنسي معاملې د دوه وېب سایټونو پروګرامونه په چټکۍ سره پر مخ روان دي. ډیلي قدرت لیکي چې حکومت د دغه کار ننداره کوي او مخه یې نه نیسي.

د پاکستان دغه مشهوره ورځپاڼه لیکي چې دا وېب سایټونه له کوم بل هېواد څخه نه بلکه پخپله له پاکستان او هغه هم له پنجاب څخه مدیریت کیږي او د اسلام اباد، لاهور، او کراچۍ په شمول په بېلابېلو ښارونو کې نجونې د هلکانو او سړیو د جنسي تندې د ماتولو لپاره وړاندې کوي.

د ډیلي قدرت ورځپاڼې لیکنه

ورځپاڼه د وېب سایټونو نومونه نه یادوي خو لیکي چې، په دواړو وېب سایټونو لونډانو او نجونو ته دا یادښت ورکول کیږي چې اندېښنه دې نه کوي، د هغوی معلومات به محرم ساتل کیږي.

ډیلي قدرت وړاندې لیکي چې، د دغو وېب سایټونو چلوونکي یوازې په وېب سایټونو بسنه نه کوي، بلکه د خپلو پروګرامونو لپاره یې په فیسبوک باندې پاڼې هم جوړې کړي دي او خپل جنسي خدمتونه په فیسبوک هم مینه والو ته وړاندې کوي.

تر دې مخکې، په ۲۰۱۶ کال کې رسنیو د داسې وېب سایټونو په هکله معلومات خپاره کړل چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د دغه هېواد اوسېدونکي یو له بل سره د یوې شپې په مخه د ښځو بدلک کوي (په دې هکله راپور).

دا په داسې حال کې ده چې، ویل کیږي، د مولانا طاهر اشرفي، مولانا سمیع الحق، فضل الرحمان، سراج الحق په شمول ګڼ شمېر پاکستاني دیني علما چې کارپوهان وایي د دغه هېواد له استخباراتي ادارو سره کلک روابط لري یو شمېر افغان او پاکستاني ځوانان په افغانستان کې جنګ کولو ته هڅوي او دا ورته تلقینوي چې د افغانانو وژل جهاد دی.

2 thoughts on “پاکستانۍ ورځپاڼه: د پاکستانيو نجونو د جسم فروشۍ وېب سایټونه پر انټرنټ په ښکاره چلېږي”
  1. پاکستان کې هر نارواح کار جواز لري که هغه د جسم خرڅول وي، که پنجاب کې هیرا منډوی او که هندوانو ته د عذر لپاره جنکۍ لیږل وي، جهاد هم په افغانانو فرض دی او هم باید افغانان پکې قرباني شي. پدې هر عاقل او سالم انسان پوهیږي چې پاکستان افغانان استعمالوي خو جاهل، وحشي، بې دینه، بې علمه او منکر طالب او ملا به څوک پوه کړي چې دا د غلامۍ تور ځنځير د غاړې وغورځوي. زمونږ نه هم لار ورکه ده چې د انسان په ژبه خو دوی نه پوهیږي نو اوس دې د انسان په شکل وحشیانو لپاره څه شی اختراع کړو چې ددوی سره په ژبه پوه شي.

  2. الله پاک دددوی داملایان چی زمونږوطن کی جهادروابولي په خپل قدرت وشرموي – – چی خپل خواته یی سترګی پټی دي…..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *