تاند، پنجشنبه، د جدي ۱۲مه: پاکستان ټوډی ورځپاڼې ادعا کړې چې پر طالبانو د اسلام اباد نفوذ کم شوی دی او له دغې ډلې څخه د قطر په شمول د نورو هېوادونو کوربه توب د دې خبرې مهم دلیل دی.
دغې ورځپاڼې د طالبانو لخوا د اوربند د نه کولو په تړاو ویلي، طالبان د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه په کلک دریځ ولاړ دي او د وخت په تېرېدو سره پر دغې ډلې د پاکستان نفوذ هم کم شوی دی: (( قطر کې طالبانو ته د دفتر جوړولو معنا هم دا وه چې دغه ډله پر ځان باور پیدا کړي او نورې نړۍ سره مشهود روابط یې هم د دې شاهدي ورکوي چې نور دوی د اسلام اباد تر تاثیر لاندې نه دي.))
دا په داسې حال کې ده چې امریکا په دې وروستیو کې هم چې طالبانو ته یې ۱۰ ورځنی اوربند وړاندیز کړ، زلمی خلیلزاد سمدواره پاکستان ته واستاوه.
دغه راز د پاکستان لومړي وزیر هم د افغانستان د سولې په تړاو وروستي بیان کې ویلي چې د افغان سولې په تړاو یې امریکا ته زیاتې اسانتیاوې برابرې کړې دي او لا به هڅه وکړي.
دا فغانستان اوسنی بیداره ملت هغه د 40 کلونو مخکی ملت نه دی ، د ا عظیم ملت په دی اوس ښه پوه دی چه طالب تروریستی تولیدات
، څوک تولیدوی ، څوک یی تجهیز کوی ، څوک نظامی تعلیمات ورکوی آو څوک یی افغانستان ته صادروی په هرفیصله او تصمیم کی د خپل دغه مؤلد بادار مشوره او قومانده اخلی چه د پاکستان د استخباراتو چارواکی دی ، دغه د ایران او روسیی سره رابطه جوړول هم د طالبانو ددوددغه بادارپه مشوره تر سره شوی ترڅو منطقی او جهان ته وښیی چه د طالبان تروریستی ډله یوه سیاسی او مستقله ډله ده ،او پاکستان ور باندی مکمل نفوذ نلری . خو د افغانستان ملت په دی پوه ی چه د څلویښت کلو راهیسی پاکستان په افغانستان کی د یوه ګوډاګی او ضعیف حکومت په لټه کی دی ، او غواړی چه خپل ګوډاګی ډله په افغانستان کی حکومت او اقتدار ته ورسوی نو ځکه تر څو چه د پاکستان ددولت د چارواکو خوښه نه وی دطالب تروریستی غلامه ډله اوربند نه شی کولای .
اوس نه تنها افغانان بلکه ټوله نړی پدی پوه شوی چی طالبانو واک او اختیار د پاکستان پوځ او استخباراتو په لاس کیده او وی به ځکه چی خبری په ټپه ودریږی خلیلزاد پاکستان ته راشی له قریشی او باجوه او د استخباراتو له مشرانو سره ناسته شروع کړی او له دوه ورځو نیولی بیا تر دری ورځو پوری په پاکستان کی د دوی د بادرانو میلمه شی نو چی کله د اوربند خبره وشی نو طالبان وایی چی موږ باید له خپلو مشرانو سره مشوره وکړو کله چی د دوی مشران په پاکستان کی نه وی طالب چارواکی له چا سره مشوره کوی نو کچیری طالبان سوله د افغانستان لپاره غواړی نو پاکستان ته ولی منډی وهی او خلیلزاد یا نور د امریکا د سنا او بهرنیو چارو وزارت سلاکاران یا غړی ولی پاکستان ته سفر کوی
اوس ټوله نړی پوه شوی چی هر څه امریکا او پاکستان او دده پلار برتانیه وغواړی هغه شان کیږی هیڅ د افغان ولس غوښتنو ته نه امریکا درناوی لری نه پاکستان او نه هم برتانیه ځکه دوی په تاریخ افغان ولس له لاسه پخه څپیړه خوړلی مګر درد یی اوس هم احساسوی