تاند- پاکستان نن /سې شنبه/ په پکتیکا ولایت کې د وزیرستان د ۸ قبایلي وګړو وژل کېدا وغندله.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی محمد فیصل ادعا کړې چې ۸ تنه قبایلي وګړي د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.
د افغانستان حکومت تراوسه پورې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی ادعا جدي نه ده ګڼلې.
فیصل نه دي ویلي چې دا کسان د پکتیکا په کومه سیمه کې څه وخت او ولې وژل شوي دي.
افغان امنیتي چارواکي هر څه موده وروسته په پوځي عملیاتو کې د افغان طالبانو ترڅنګ د پاکستاني وګړو د وژلو ادعاوې کوي.
پاکستان دا ادعا وروسته له دې وکړه چې د دغه هیواد پوځیانو د ننګرهار پر ګوشتې او لالپورې ولسوالۍ د درنو وسلو ګولۍ وویشتې او په نتیجه کې یې شاوخوا ۴ زره کورنۍ مجبوره شوې چې خپلې مېنې پرېږدي.