د پاکستان سرحدي ملېشه ځواک

تاند- پاکستان نن /دوشنبه/ ادعا وکړه چې وسله والو سختدریځو د افغانستان له لوري په مومند او باجوړ ایجنسیو کې د پاکستان پر سرحدي ځواکونو بریدونه وکړل.

د پاکستان د سرحدي ملېشې (فرانټیرکارپس) یوه ویندوی د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته وویل«د افغانستان له خاورې تروریستانو په مومند او باجوړ ایجنسیو کې د امنیتي ځواکونو پر بېلابېلو پوستو سختې ډزې وکړې. ترهګرو د مومند په بایزۍ تحصیل کې پر سلالې غونډۍ د درنو وسلو ګولۍ وویشتې…. دوی د مومند ایجسنۍ د بایزۍ د ولايي غونډۍ پر پوستې هم ډزې وکړې. د باجوړ ایجنسۍ په لوی مومند تحصیل کې تروریستانو د سلیم پر پوستې حمله وکړه.»

پاکستان دا ادعا وروسته له دې وکړه چې افغان امنیتي ځواکونو د پاکستاني طالبانو څلورم درجه مهم مشر طارق اعظم په یو لړ عملیاتو کې وواژه او په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال وویل چې د افغان ځواکونو له لوري د پاکستاني طالبانو د دغه مشر وژل کېدا ثابتوي چې افغانستان هیڅ ترهګر ته پناه نه ورکوي او له ټولو سره یو شان مبارزه کوي.

خو دا په داسي حال کې ده چې پاکستان د افغانستان وسله والو مخالفانو ته د کراچۍ، کوټې، پېښور، کراچۍ او اسلام اباد په شان لویو ښارونو کې ځای ورکړی څو د دوی په وینا په افغانستان کې د هند د نفوذ د پراختیا د مخنیوي لپاره جګړې ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قوماندان د جمعې په ورځ وویل چې د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر اشتن کارتر له دې پرېکړې سره موافق دی چې سږ کال یې پاکستان ته ۳۰۰ ملیون ډالره پوځي مرسته په دې خاطر وځنډوله چې پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې پر ضد په خپله خاوره کې فشار رانه وړ.

تېره اوونۍ (سپټمبر۲۱) د امریکا د کانګریس غړیو کانګریس ته یوه طرحه وړاندې کړې چې پر اساس یې له کانګریسه غوښتل شوي چې پاکستان د تروریزم د ملاتړ کوونکي هیواد په لیست کې شامل کړي.

د دې طرحې پر اساس د امریکا ولسمشر بارک اوباما باید په راتلونکو ۹۰ ورځو کې له تروریزم سره د پاکستان د ملاتړ د تور په باب کانګریس ته راپور وړاندې کړي.

 دا طرحه د جمهوریپال ګوند دوو غړیو دانا روهرابکر او تد پووړاندې کړی چې لومړنی د کلیفورنیا او دوهم د تکساس استازی دی.

پاکستان په تېرو ۱۵ کلونو کې، په ظاهره ځان د امریکا متحد معرفي کړی خو د امریکايي او افغان چارواکو په وینا کره اسناد شته چې پاکستان د هغو تروریستانو ملاتړ کوي چې په افغانستان او هندي کشمیر کې جنګېږي.

پاکستان په خپله هم په وروستیو کې په خپله خاوره کې د افغان طالبانو د مشرانو موجودیت نه ردوي خو وايي، که پاکستان پر هغوی فشار راوړي د طالبانو شورا او قوماندې مرکز به ایران ته ولېږدي چې بیا به له کنټروله وتلی وي.

خو له دې سره سره په وروستیو کې پر پاکستان نړیوال فشار زیات شوی دی او دا هیواد تر بل هر وخت ځان په نړیواله ټولنه کې زیات منزوي احساسوي.

One thought on “پاکستان ادعا کوي چې له افغانستانه د دوی پر پوستو بریدونه شوي”
  1. ملګرتیا مو بریالیتوب ته رسوی
    انسان په ټولنیز ژوند کې ملګرو ته اړتیا لری اوداسې ملګرو ته چی دخوشحالۍ او خپګان په وخت کې ورسره مرسته وکړی،له هغوی نه باید په سختو شېبو کې ګټوره مشوره واخیستل شي، یو مشهور متل دې چې وایی(دوست دې هغه دوست دې چې په سخته کې مو پکار شي)،که چیرته تاسو له کوم ملګری مرسته غواړﺉ نو دامه هېروﺉ چی سباته ستاملګری هم ستا مرستې ته اړتیا لري،نو ستا او ستاسو دملګری ترمنځ باید په ملګرتیا کې اخلاص موجود وی ،یعنی کله چی دچا څخه مرسته غواړې نو بل سره مرسته کې هم لټي مه کوﺉ.
    اوبل داچې هیڅکله په ملګرتیا کې مطلب اشنایې ته ځای مه ورکوﺉ ،ځکه کله چی مو ملګری په دی پوه شي چی ته مطلب اشنا یی نوپدې سره مو ملګرتیا داغمنه کیږي، کیدای شی ملګری مو ستاسې ملګرتیا نه لاس واخلی او بیا یواځې پاتې شﺉ،اوبل داچې په ژوند کی مو د ځان لپاره داسې ملګري پیدا کړئ چې هغوي ژوند ته په مثبت نظر ګوري هغوي مثبته انرژي ولري او تل د بریاوو او نېکمرغیو د لاس ته راوړلو لپاره هڅه او کوښښ کوي.
    دا مه هیروئ چې د هیله من او مثبت فکر لرونکو ملګرو په لیدو سره خوشاله کیږي، خبرې یې مثبته انرژي او قوت درکوي دا ډول کسان هېڅکله هېڅ راز مرسته درنه نه درېغوي.
    دیو عالم وینا ده وایی:
    (ښه ملګري داسې وي کله د کوټې چت چې په باراني او سخته ورځ مو هم ملګري وي.)
    مطلب داچې هم نظره او هم فکره ملګرتیا مو بریالیتوب ته رسوي__
    #ویاړم_په_خپلو_ملګرو_مې
    لیکونکی:مطیع الله ”الکوزی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *