وسله والو کسانو په بلوچستان ایالت کې

تاند- پاکستان ادعا کوي چې ډیورند کرښې ته نژدې په بلوچستان ایالت کې یې د افغانستان د استخباراتو یو مامور نیولی دی.

«دي نیوز» ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو په قول لیکلي چې د پاکستان امنیتي ادارو دغه افغان استخباراتي مامور په چمن کې نیولی دی.

تر دې مخکې پاکستان ادعا کړې وه چې په بلوچستان کې یې د هند د استخباراتو یو مامور نیولی دی.

وروسته پاکستاني چارواکو وویل چې هندی جاسوس د ایران له چاه بهاره ورغلی و.

د پاکستان د سرحدي ځواک ویندوی ویلي چې افغان استخباراتي مامور د چمن په بوغره نومې سیمه کې نیول شوی دی.

دي نیوز د اکثرو نورو پاکستاني رسنیو په شان نه د سرحدي ځواکونو د ویاند نوم یاد کړی او نه یې د افغان د نیولو د نېټې په اړه څه ویلي دي.

په خبر کې د سرحدي ځواکونو د ویندوی په قول ویل شوي چې نیول شوی کس د نورو تحقیقاتو لپاره کوټې ته بېول شوی دی.

دغه ویندوی همداراز ادعا کړې چې سرحدي ځواک د نیول شوي کس د معلوماتو پر اساس د چمن ښار په لمنه کې په یوه کور کې ډېره اندازه وسله هم نیولې ده.

په خبر کې دغه راز ادعا شوې ده چې دغه افغان استخباراتي مامور د لویې حملې پلان درلود.

پاکستان د دغه افغان مامور د نیولو ادعا وروسته له دې کوي چې د افغانستان د ملي امنیت سرپرست پاکستان د افغان طالبانو د ملاتړ پر دوام تورن کړ او د کورنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې پاکستان لا هم افغانستان ته وسله وال طالبان او وسلې رالېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *