تاند- پاکستان ادعا کوي چې ځواکونو یې په سپین بولدک – چمن کې پر افغان سرحدي ځواکونو په ځوابي برید کې ۵۰ افغان سرتېري وژلي او ۱۰۰ نور یې ژوبل کړي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې نن /یکشنبه/ په بلوچستان ایالت کې د پاکستان د ملېشه ځواک د سرحدي قول اردو د قوماندان جنرال ندیم انجم په قول ویلي چې پاکستاني پوځیانو دا شمېر افغان ځواکونه نن په ځوابي برید کې وژلي دي.
ندیم دغه راز ویلي«موږ د دوی پر تلفاتو خوښ نه یوو ځکه چې زموږ مسلمان وروڼه دي.»
ده دا څرګندونې په یوه خبري غونډه کې وکړې او ویې ویل چې دا برید یې د افغان ځواکونو د هغې حملې په ځواب کې کړی چې ۱۲ تنه پکې ووژل شول او ۴۰ نور ژوبل شول.
پاکستاني جنرال ندیم همداراز وویل چې د ده ځواکونو د افغانستان د سرحدي ځواکونو ۴ پوستې ویجاړې کړي دي.
پرون شاهدانو تاند ته وویل چې د لقمان او جهانګیر د کلیو لور ته یې د پاکستان ګڼ شمېر تازه دمه پوځیان او ټانکونه د حرکت په حال کې ولیدل.
د افغانستان حکومت تر دې دمه د پاکستان د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
پاکستاني جنرال په دې اړه چې لقمان او جهانګیر کلي اوس د چا په لاس کې دي، څه نه دي ویلي.
یوه بل پاکستاني جنرال بیا ویلي چې دا کسان په تېره یوه اونۍ کې وژل شوي دي.
وروسته له دې چې تېره اوونۍ د پاکستان د پوځي استخباراتو ريیس په کابل کې د پاکستان د مداخلو په اړه د افغان چارواکو له سختو انتقادونو سره مخامخ شو، په افغانستان کې د پاکستان پلوو عناصرو له لوري چاودنې او جګړې زیاتې شوي او حتي خبره پر پولو د پاکستان مستقمو حملو ته رسېدلې ده.