تاند، شنبه، د حمل ۳۰ مه:د پاکستان حکومت ویلي دي چې د ګوادر بندر له لارې افغانستان ته د مالونو وړلو راوړلو اجازه ورکوي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د پاکستان د سوداګرۍ خونې او د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې غوښتنلیکونو ته په کتو یې پرېکړه کړې چې له ګوادر بندره افغانستان ته د غنمو، بورې او سرې یا کود د انتقال اجازه ورکړي.
اعلامیه وايي، دا اجازه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزېټ سوداګرۍ موافقې پر اساس ورکوي چې ورسره به له ګوادر بندر څخه افغانستان ته واردات شوني شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه وخت وړاندې چین ویلي وو چې له خپل هیواده یې یوه سوداګریزه محموله په دې لار افغانستان ته لیږدولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ګوادر بندر توکي که افغانستان ته راتیریږي نو په سپین بولدک به راځي چې پاکستان پر دغه لار لا له پخوا څخه زرګونه افغان لارۍ ایسارې کړې دي.
نه د افغانستان سوداګر شرم لري او نه د افغانستان حکومت.
فکیستان پر مونږ هره ورځ فلمونه ډکوي ، د کراچۍ په بندر کې هرکال په زرګونه کانتینرونه مالونه فاسد او له منځه ځي ، دادی اوس یې د تورخم او سپین بولدک نړیوال بندرونه هم تړلي دي . علاوه له تړلو هره ورځ د هر کانتینر په سر دمریج او محصول هم اخلي.
هغه متل دی چې وایی : که غل نه اوړي ، مل د واوړي.
د فکیستان لاره د نړیوالې سوداګرۍ په موخه د تل لپاره پرېږدئ . د فکیستاني پاپړو او تقلبي دوا پرمخ خپلې لارې وتړئ .
د هغه پرځای له ایران سره د یوه دوه اړخیز تړون پر اساس دوامداره تجارت وکړئ . ایرانیان که هرڅه دي ، خپل نړیوال او د ګاونډیتوب حقوقو ته ژمن دي.
رښتیا هم د افغانستان د سواداګری پالیسی جوړونکی شرم نلری . افغانی تجاران به پاکستان څومره کلونه نور تجربه کوی ؟ باید د پاکستان د لارو او تجارت نه یی پوره عبرت اخیستی وای او نور د پاکستان په عوض د ایران تجارتی لارو لکه چابهار او بندر عباس ته ترجیح ورکړی وای او همدارنګه د ایران منځنی آسیا او ترکیی سره خپل تجارت پراخه کړی وای ، خکه ددغه هیوادونو محصولات د فراډ او دهوکی نه خالی دی او د کیفیت او قیمت په لحاظ هم مفید دی ، دایران محصولات خو نسبتآ هم ډیر ارزانه او د بهتره کیفیت نه برخورداره دی او د ترانسپورت مصرف یی هم کم دی ځکه موږ ته ډیر نژدی دی .دبله طرفه په چا بهار کی افغانی تجارانو ته د ډیرو امکاناتو فرصت هم ایجاد شوی او په دی بند کی هند هم ډیره سرمایه ګذاری کړی ، نو ملت نه پوهیژی چه افغانی تجاران د پاکستان د لارو او محصولاتو نه ولی لاس نه اخلی ؟
افغان تاجران او حکومت چې د پاکستان څخه د تجارت په تړاو ډېرې ترخې تجربې لري، تل يې په یو نه یو نوم ځورولي او پیسې یی تري اخیستي دي خو بیا هم افغان حکومت او تجاران مجبور دي چې ددي لارې تجارت ته زړه ښه کړي، هغه په دې اساس چې د کراچې له لارې لګښت او ژر رارسیدو نظر نورو ته دوی دغه لار غوره کړيده کوي.
اوسنۍ پریکړه چې د ګوادر بندر له لارې افغانستان ته واردات پیل شي دا ډېره ښه پریکړه ده او له پاکستان څخه باید داسې تعهدات واخیستل شي چې په هیڅ وجه به د افغان حکومت او سوداګرو د اموالو څخه په یو نوم او بل نوم پیسې نه اخیستل کیږي همدارنګه بل مهم یی دځنډ خبره ده باید په بندر یا په لاره هیڅ اموال له ځنډ سره مخامخ نشي.
اول هو ټول انفجاری مواد د پاکستان حخه د تجارتی مالونو په منځ کښی راتیریږی
نو ولی افغان تجار او تجارت خونی د پاکستان په عوض د هندوستان مالونه نه واردوی۰
د ګوادر څخه چابهار بهتر ارزان او بی تکلیفه دی
راشی متخدانه د پاکستانی مالونو رانیولو څخه لاس واخلو۰
که افغانان پاکستانی مالونو رانیولو انکار وکړی نو تجار یی مجبور دی چه وارد یی نکړی۰
که دا تصمیم ونیسو باکستان اقتصاد نور هم بربادیږی۰ مننه