تاند، پنجشنبه، د حمل ۲۱ مه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل احضار کړی او پاکستان ته د داعش خراسان څانګې د مشر اسلم فاروقي ورسپارلو غوښتنه یې ورڅخه کړې ده.
د افغانستان ملي امنیت د حمل په ۱۶ مه په یوه بیان کې وویل چې د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي یې له نورو ۱۹ مهمو جنګیالیو سره په کندهار کې نیولی دی.
خو اوس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: ((اسلم فاروقي له افغانستانه د پاکستان ضد فعالیتونو کې دخیل و او باید د نورو تحقیقاتو لپاره پاکستان ته وسپارل شي.))
اعلامیه کې ویل شوي چې افغانستان او پاکستان باید د ټاکل شوي میکانیزمونو په ګډون د تروریزم پرضد فعالیتونو کې ګډ کار وکړي.
اسلم فاروقي څوک دی؟
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، اسلم فاروقي یا عبدالله اورکزی پاکستانی نظامي، د پیښور نظامي مسوول، له ابو سعید باجوړي وروسته د داعش خراسان مشر او د کابل شور بازار د سیکانو په درمسال د برید طراح و چې له ۱۹ نورو کسانو سره یو ځای یې د افغانستان په سویل کې نیولی دی.
عبدالله اورکزی د اسلم فاروقي په نوم هم پیژندل کېده، د اورکزیو د اخونزادګانو کلي اوسېدونکی او د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې والي دی.
د ملي امنیت په وینا، د دغه ترهګر طراح پر ضد عملیاتو کې یې د قاري زاهد او سیف الله مشهور په ابو طلحه پاکستاني په ګډون ۱۹ ترهګر نیولي دي.
ملي امنیت وایي عبدالله اورکزي یا اسلم فاروقي ورته په خپلو لومړنیو اعترافاتو کې د داعش ډلې له خراسان څانګې سره د سیمه ییزو استخباراتو پراخو اړیکو نه هم پرده جګه کړې ده.
عبدالله اورکزی چې د پیښور پخوانی نظامي مسوول تېر شوی، وایي داعش سره له یو ځای کېدو وروسته د ننګرهار، اچین ولسوالۍ په عبدالخیلو کې د داعش د عملیاتو مشر و.
نوموړی په افغانستان کې د داعش ډلې د مشر ابوسعید باجوړي له وژل کېدو وروسته د هغه ځای ناستی ټاکل شوی او ویلي یې دي چې د پاکستان له ترهګرو ډلو لشکر طیبې او حقاني شبکې سره یې نږدې اړیکې وې.
ملي امنیت ویلي، له عبدالله سره بل نیول شوی کس قاري زاهد چې په معاذ مشهور دی په افغانستان کې د داعش نظامي مشر او سیف الله چې د ابو طلحه پاکستاني په نامه پیژندل شوی ، په ننګرهار ولایت کې د داعش مختلف قتیبو لپاره د خلکو استخدام او ګمارلو مسؤلیت په غاړه درلود.
سو پوررى چه تاسو افغانانو په افغانستان کى Political stability سىاسى ثبات نوى راوستى ده پاکستانه طالبجانه روس او اىرانه طمعه مه ساتى.ده لرى پختون خوانه
د پاکستان دولت هیڅ شرم نلری چه دغسی غیر انونی غوښتنی مطرح کوی
اول افغانستان یو مستقل هېواد دی ، د پنجابي قاتلانو محاکمه به دلته کیږي.
مجرم په هغه هېواد کې محاکمه کیږي چې هلته یې جرم کړی اوهلته نیول شوي وي
پاکستاني افسر عبدالله اورکړزی مشهور په اسلم فاروقي چې اصلا د خپل هېواد پاکستان په ګټه خو زمونږ دهېوادوالو د وژلو لپاره را لېږل شوی وو، اوس زمونږ د امنیتي قواوو په لاس کې دی ، دلته به پوښتنې ترې کېږي
د پنجاب جاسوس د پنجابي دولت په امر د ټولو نړیوالو منل شویو اصول خلاف زمونږ په خاوره کې مخامخ مداخله کړېده حتما به دلته به محاکمه کیږي.
ملګرو د پاکستان کفری نظام ، ولی شرم وکړی له کومی ورځی چی دکریکی نفرت او ظلم په بنیاد دغه بی تاریخه هیواد د وخت سامراجی طاقت لخوا جوړ شوی د دغه کرغیړن کفری او انسان وژونکي نظام یواځینی هدف همدغه انسان وژنه دهشت ګردی او د اسلام د مقدس دین بد نامول بل کار نه دۍ او دا د دوی همدغه کار او روزګاردئ چی یو سپی په غیږ کی نیسی او بیا بل پری وهی ، عزیزانو یو ستر زیری تاسوته درکړم چی دلر او بر د عظیمو قامونو ستر ګد کور زمونږ ګران هیواد لوی افغانستان دڅاراداره ان ډی اس اوس هغه پیاوړی اداره ده چی سیمه کی ساری نلری او بله خبره داچی نړیواله ټولنه هیڅ کله افغانستان د لاسه نه ورکوی او د شنو زمریانو دغه تاریخی لوی کور په ډیر چټکی سره مخ په وړاندی روان دئ. په درنښت مالیار
د پاکستان خو دا ډير ښه وړانديز ده ولي نه افغانستان به دا قاتل وروسپاري په مقابل کي د افغانستان ته تالبان را وسپاري
خو ٰپاکستان په د بيريږي چه افغان حکومت به دا قاتل محاکمه کړي او پاکي غواړي چه دا قاتل د روا قاتل. پوليس شانته ازاد ژوند په پنجاب کي برابر کړي دا قاتل. چه هغه هندو ورونه چه دده په لارښونه شهيدان شول بايد. د هغه درمسال مخي ته اعدام شي کوم کي چه زموږ هندو وروڼه او او هندوي خويندي يي شهيداني کړي دي
هغه چی وایی،پک می لیدلی وو خو نه ماغزه وتلی.
دا منتها سپین سترګی نه بلکی سپی سترګی ،دیده درآیی او دیده پارګی ده .
ولی د آی-اس-آی نه دا پوښتنه نکوی چی هلته درسره وو، یا د عباس جان چی د تاسی د ملیشو راه بلد او رهنما دی او د غلو رهنمایی کوی د خپلی مور کور ته، دهغی نه پوښتنه وکړی .
اوس ټوله دنیا پوهیږی چی بید ینه جنرالان منحیث ارذل الناس روی زمین همدا آی-اس-آی او پنجاب دی چی حتی مدینه منوره کی هم دوی خپل ارذلیت ثابت او جهانی کړ
ربنا لا تزدالظالمین الا تبارا
د خبرونو دمخی دا تروریستان په افغانستان کی د پاکستان د نظامی استخباراتو تر رهبری ، تجهیز او پوشش لاندی د هند په سفارت د حملی د پاره رالیژل شوی ، بیا چه کله دا فرصت ی نه دی پیداکړی نو د سکانو په درمسال یی حمله کړی ، ددی څو هدفه ؤ :
• دهند او افغانستان مناسبات خرابول :
ځکه په دی روځو کی کله چه امریکی د افغانستان سره د یو بیلیون ډالرو مرستی د بندولو خبره وکړی ، په مقابل کی هندوستان د یوبیلیون ډالرو د مرستی اعلان وکړ .پاکستان د خپل منطقوی منفی سیاست په نتیجه کی د هند او افغانستان ددولتونو تر منځ د همکاریو د پرمختګ د مخنیوی په خاطر ذکر شوی تروریستی برید پلان او د خپلو تروریستی مزدورو ډلو په واسطه عملی کړ. په منطقه کی دغه مزدوری تروریستی ډلی د پاکستان د ملی او منطقوی منافعود ساتلو د پاره د پاکستان د سیاست ابزاردی.
• په افغانستان کی که په تیره بیا به کابل کی د امنیت خرابول
• په افغانستان کی د طالب تروریستی بریدونو ته دداعش په نامه تشدید کول او حمایه کول
• اوس نو د افغانستان ملت د پاکستان ددولت او فوج ته غواړی ووایی :
• د پاکستان دولت چه ددغه برید عاملین او سرګروپ د افغانستان نه غواړی ، ولی یی ددغسی بریدونو دپاره افغانستان ته رالیژی ؟
• که رښتیا هم پاکستان د تروریستانو مخالفت لری ، نو ولی مختلفی تروریستی ډلی لکه لشکر طیبه ، طالبان ، داعش او القاعدی ته په خپله خاوره کی ځای ورکړی اوبیا یی روزنه او تجهیز هم کوی او دهغی نه وروسته یی افغانستان ، هندستان ، ایران او آسیای میانه او او اسیای مرکزی هیوادونوته د تخریب کاری د پاره لیژی ؟
• آیادا اوس د طالبانو د رهبری حلقات او شوراګانی به کوټه ، پشاور کی نه دی ؟ د القاعدی مشر اسامه ، د طالبانو رهبران ملاعمر ، ملا منصور ، ملا برادر، دافغانستان دداعش مشران او د لشکر طیبی او حقانی شبکی مشران په پاکستان کی نه ؤ ، نه دی ؟
• که پاکستان د خپلو رالیژلی شوی تروریستان د افغانستان څخه غواړی نو باید اول پاکستان هغه ذکرشوی بربنډی افغانی او غیر افغانی تروریستی کړی چه په پاکستان کی د پاکستان ددولت تر روزنی او میزبانی لاندی د افغانستان د ورانی د پاره په تروریستی فعالیتونوکی لګیا دی باید د افغانستان دولت ته سمدستی و سپاری !