تاند، چهار شنبه، د عقرب ۱۵مه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کابل هغه تورونه رد کړل چې وايي، پاکستاني نظامیانو د افغان سفیر سپکاوی کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، هېواد یې دیپلوماتیکو ادابو ته ژمن دی، د بهرنیو سفیرانو احترام کوي او باید چې نور هېوادونه هم د دوی له دیپلوماتانو سره په چلند کې دیپلوماتیکو اصولو ته ژمن پاتې شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې له کابل څخه غوښتي چې له څو ورځو راهیسې په کابل کې د دوی دیپلوماتانو ته د ورپېښو ګواښونو پلټنه وکړي او دوی ته دې ډاډ ورکړی.