تاند- پاکستان د افغان لاریو ته اجازه ورکړې چې سبزیجات، وچه او لنده مېوه د واګې بندر ته ورسوي.
د افغان سوداګرو د لاریو په وسیله د پاکستان له لارې د مال د لېږدولو په اړه موافقه د اپتیکا د غونډې د پروتوکول پر اساس وشوه.
د افغانستان د سوداګرۍ د خونو لومړي مرستیال خان جان الکوزي وویل، اپتیکا یوه تخنیکي کمېټه ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اپنا په نوم د ترانزیتي موافقې پر اساس تجارتي ستونزې څېړي او د حل لار ورته لټوي.
«په مجموع کې د افغانستان لاریو ته اجازه ورکړای شوې چې دا یو ښه کار دی. هیله لرم دا کار دوام وکړي.»
خان جان الکوزي د خپلو خبرو په دوام کې وویل، د جنورۍ په لومړۍ او دوهمه په اسلام اباد کې د اپیتکا د پنځمې غونډې د پروتوکول پر اساس پاکستان ۲۰ ورځې مهلت غوښتی و چې د واګې تر بندره پوري د افغانستان د لاریو پر تګ غور وکړي.
د افغانستان د سوداګري خونو مرستیال زیاته کړه، د پروتوکول له شرایطو سره سم هغو لاریو ته اجازه ورکول کېږي چې د افغانستان د ترانسپورت د وزارت له لوري مکتوب یا تصدیقپاڼه ولري.
تر دې مخکې د افغان سوداګرو مال لومړی پېښور ښار ته وړل کېده او بیا د پاکستاني لاریو یا نورو ترانسپورتي وسایلو په ذریعه د واګې بندر ته وړل کېده.
په دې منځ کې د هند د بهرنیو چارو وزارت د سفتا د موافقې یا د هیوادونو ترمنځ د ازاد تجارت پر اساس وړاندیز کړی چې پاکستان دې هند ته د افغانستان د صادراتي مالونو لېږدېدو ته اجازه ورکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی اکبرالدین د چهارشنبې په ورځ وویل چې افغان لاریو ته یې اجازه ورکړې چې د هند د اتاري تر سرحدي نقطې پورې مال ورسوي.
خو د افغانستان د سوداګرۍ د خونو مرستیال خان جان الکوزی وايي، حاضردمه د افغان سوداګرو لارۍ د هند او پاکستان ترمنځ په صفري نقطه کې بار کښته کوي او هغو ته اجازه نه ورکول کېږي چې له هنده بار راوړي.
«پاکستان هندي مال نه پرېږدي او زموږ لارۍ هم نه پرېږدي چې هند ته لاړې شي.»
خان جان الکوزي ازادي راډیو ته همداراز وویل، افغان سوداګر لا هم د پاکستان له لارې د خپلو صادراتي مالونو په وړلو کې زیاتې ستونزې لري.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسوولان هند ته د افغانستان د صادراتو کالنی ارزښت نژدې یو نیم سل ملیون ډالره او له دغه هیواده د وارداتو اندازه څه باندې ۶ سوه ملیون ډالره اټکلوي.