ملا فضل الله

ډاکټر پرویز هود بهايي په دې لیکنه کې، چې ډان ورځپاڼه کې خپره شوې، وايي کله چې پاکستان له افغانستانه د طالبانو د مشر فضل الله پر ضد د عملیاتو غوښتنه کوي نو پخپله دې هم په افغانستان کې د طالب قوماندانانو له مرستې نه لاس واخلي ـــــــ

ژباړن: ش. بونیری

ډاکټر پرویز هودبهايي لیکي ـــــ چې کله د افغان طالبانو مشر ملا منصور په امریکايي ډرون برید کې ووژل شو نو پاکستان پرې ډیره ناخوښي څرګنده کړه او د پوځ مشر په پنډۍ کې د امریکايي چارواکو سره په ملاقات کې دا برید د پاکستان د حاکمیت پر ضد اقدام وګڼه.

لیکوال وايي دا به لا کتل کیږي چې فضل الله به په ډرون په نښه شي او کنه خو د پوځ د مشر په دې غوښتنه کې ډیرې ستونځی دي. یو خوا د فضل الله د وژلو غوښتنه کیږي او بل خوا د ملا منصور په وژنه ماتم کیږي ـــ دا دواړه خبرې په خپلو کې سمې نه خوري. پاکستان چې فضل الله ته په کوم نظر ګوري هم په هغه نظر افغانستان ملا منصور ته ګوري. د دوي دواړو تنظیمونه اګر چې یو نه دي خو ډیر یوشان والې لري.

ډاکټر پرویز هود بهايي زیاتوي ـــــ دواړه ډلې په مذهبي بنیاد جګړه کوي ، جمهوریت نه مني ، دواړه په اولسي غړیو بریدونه کوي ، او د خپلو مخالفینو پر ضد بمي بریدونه کوي. که افغان طالبان ادعا کوي چې د امریکې پر ضد جنګیږي نو پاکستاني طالبان وايي د امریکه د مرستیال پاکستاني پوځ پر ضد جګړه کوي.

په مقاله کې راغلي دي چې ددې نه وړاندې امریکه فکر کوو چې د پوځي مرستو یا دړکو له لارې به پاکستان د طالبانو د مرستې نه واړوي خو اوس امریکه فکر کوي چې پاکستان د ستونځي د هواري نه بلکه پخپله د ستونځې برخه ده.

لیکوال وايي ـــ د پاکستان د بهرنیو چارو د پالیسۍ بنیادي ټکې دا وو چې په هر ځاي کې د هندوستان مخه اونیسي خو اوس دغه دي افغان او پاکستان ځواکونه د یو بل سره په جګړه کې بوخت دي او هند د پرمختیايي منصوبو له لارې د افغان اولس مرسته او ملګرتیا اوګټله. په افغانستان کې د ستراتیجیکي ژوتیا د پالیسۍ له کبله پاکستان په سیمه کې د ایران غوندی ملګري هم اوبایلل .

ډاکټر پرویز هو د بهايي په پاي کې لیکلي دي ـــــ پاکستان خپل نظریاتي کوهې دومره ژور کنستې دی چې اوس ترې بهر راوتل امکان نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *