تاند- په داسي حال کې چې د افغانستان او پاکستان اړیکې تر بل هر وخت زیاتې سړې شوي دي، د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې افغانانو ته شاوخوا ۲ زره سکالرشیپونه (بورسونه) ورکوي.

ډیلي ټایمز ورځپاڼې د جمعې په ورځ ناوخته په خپله ویبپاڼه کې راپور ورکړ چې د پاکستان د دولت او سرحدي سیمو وزیر د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل چې پاکستان به ټولو محصلانو ته د زده کړو تر پای ته رسېدو پوري وېزې تمدید کړي.

د دې پاکستانۍ ورځپاڼې د راپور له مخې، حاضردمه په پاکستان کې تر ۷ زره زیات افغانان په خپل لګښت زده کړې کوي او تر ۳۰ زره زیاتو نورو افغانانو، چې په پاکستان کې لوړې زده کړې کړي دي، اوس د افغانستان د حکومت په بېلابېلو ادارو او نړیوالو موسسو کې کار کوي.

ده وویل چې ۲ زره نویو افغان محصلانو ته به د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې په مختلفو څانګو کې د زده کړو سکالرشیپونه ورکړای شي.

د پاکستان د دولت او سرحدي سیمو وزیر دا هم وویل چې ټولو هغو ټولو افغان مېرمنو ته به د پاکستان تابعیت ورکړای شي چې له پاکستانیانو سره یې ودونه کړي او هغو افغان مهاجرو ته به شرایط اسانه کړای شي چې په پاکستان کې جایداد یا کارو بار لري.

پاکستان تر دې پخوا هم افغان سوداګرو ته په دې شرط چې خپله پانګه پاکستان ته ولېږدوي د دایمي اقامت یا پاکستاني تابعت وړاندیزونه کړي دي.

6 thoughts on “پاکستان افغان محصلانو ته ۲ زره سکالرشیپونه اعلان کړل”
  1. پاکستان هیخکله هم دافغانانودوست نشی کیدای داتول دپاکستان چل اوول دی .

  2. وایم بورسونه خو اخواته پرېږده چې پاکستانیان کلمه هم وايي په هغه کې یې یو منافقت شته

  3. الله دي وکړي چي رښتیا شي تر څو د افغانستان بیکاره محصلان تری ګټه پورته کړي

  4. د جاوسوسۍ بورسوته ضرورت نشته، د تورخم د دښمنۍ توره دراوزه دې لری کړه۰

  5. دا باکستان له طرف نه چى دا بورسونه راغلى دى دا تول دا دولتى خلکو دا زامنو لباره دى نه دا غرىب لباره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *