تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف سیمې ته د امریکا د دفاع وزیر له سفر سره په یو وخت وویل، هیواد یې چمتو دی له امریکا سره د افغانستان د سولې په پرمخ بېولو کې ګډ کار وکړي.
خواجه اصف د سې شنبې په ورځ په نیویارک کې په ایشیا سوسایټي یا اسیا ټولنه څېړنیز انستیتیوت کې وویل، پاکستان تیار دی چې د تروریستانو د مخنیوي لپاره د افغانستان د پولو د اغېزمن کنټرول او د افغانستان د جګړې په سوله ییز حل کې له امریکا سره کار وکړي.
پاکستان تر دې پخوا هم په ځلونو ویلي چې د پولو د کنټرول په برخه کې همکاري کولی شي خو په خپله خاوره کې د افغانستان جګړه پر مخ نه شي بېولی.
د پاکستان د (دي نیوز) ورځپاڼې اډیټر او د سیاسي چارو مبصر رحیم الله یوسفزی وايي، له دې خبرې د پاکستان منظور دا دی چې پاکستان د افغان طالبانو مشران په خپله خاوره کې نه ځپي.
خواجه اصف، چې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په دوه اویایمه غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی، همداراز وویل«د افغانستان د ستونزو په خاطر پاکستان پلمه کول نه منصفانه ده او نه دقیق.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا خبرې په داسې وخت وکړې چې د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس په هند کې و او هلته یې د هند له دفاع وزیرې سره په ګډه خبري غونډه کې یو وار بیا وویل چې امریکا به د تروریستانو پناهځایونه ونه زغمي.
تر دې وړاندې د اګست په پای کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د نوې ستراتیژۍ د اعلان په مهال ویلي و چې پاکستان د امریکا د ملیاردونو ډالرو له ترلاسه کولو سره سره په خپله خاوره کې سختدریځو ته پناهځایونه ورکړي او نور به امریکا دا پناهځایونه ونه زغمي.
خو خواجه اصف وویل، هیواد یې پخوا د دې لپاره چې په افغانستان کې سیاسي حللار ترلاسه شي، هر څه چې په وس پوره ول، وکړل او دا هڅه هم کوي چې خاوره یې د هیڅ بل هیواد پر ضد ونه کارول شي.
په همدې حال کې افغانستان له پاکستانه غواړي چې له خپلې خاورې د طالبانو مشران وباسي.
د دري زره جاسوسانو لپاره اَي اس اَي منافقانه بورسونه اعلان شول
بورسونونه مو خپلو حلمو ته وستاتى خو مونز مه وژنى أو خپل انتحاريان مونزته مه راليزي. په دى كارونو خلك نه شى غولولاى.
خپلو خلكو ته