تاند، سه شنبه، د حمل ۱۹مه: پاکستان خبرداری ورکړی دی چې په دغه هیواد کې د کورونا له کبله د ګرځبندیز له پرېکړې افغان کډوال سخت زیانمن شوي دي او که یې لوږې او بې وزلۍ ته پام ونه شي لوی ناورین به راپورته شي.
د پاکستان د ایالتي او سرحدي چارو وزیر شهریار افریدي له ملګرو ملتونو غوښتي چې په عاجل ډول دې افغان کډوالو ته په پاکستاني کمپونو کې د خوړو او نورې مرستې برابرې کړي.
د افریدي په خبره افغان کډوال له دوه اوونیو راهیسې په لوږه کې ژوند تېروي او دوی ته باید د جنګي تجهیزاتو په څېر عاجلې خوراکي مرستې ورسول شي.
نوموړي زیاته کړې، تر دې دمه یوازې پاکستان له افغان کډوالو سره څه ناڅه مرستې کړې دي: (( په اوس وخت کې دا د نړیوال سازمان دنده ده چې افغان کډوالو ته مرستې برابرې کړي.))
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په ټولو ښارونو کې ګرځبندیز لګولی او دغه هیواد نږدې درې میلیونه افغان کډوال لري خو په پاکستان تور دی چې د افغان کډوالو په بهانه مرستې ټولوي او خپلو خزانو ته یې اچوي.
هو دا هم واضحه ده چه د افغانانو مهاجروته د بینالمللی کومکونو نه زیاتره د پاکستان دولت استفاده کړی او کوی یی ، په کار ده چه مرستندوی دولتونه او اداری خپل کومکونه په پاکستان کی ښه وڅاری ټر څو دغه مرستی ټولی افغان مهاجرو ته ورسیژی