ښکاري پاکستان په دې هڅه کې وي چې پرته د دوی له ګرم ښودلو افغانستان لس- شل کاله نور هم د نا امنۍ او بې ثباتۍ په اور کې وسوځي.

دوی دا ځل له نورو نسخو په پراخ توپیر په داسې یوه نسخه کار پیل کړی چې په پلي کېدو به یې تر لسو زیات کلونه په افغانستان کې د نا امنۍ اور بل وي، د نړۍ هر وګړی به یې پړه پر پاکستان نه؛ بلکې پر افغانستان ور اچوي؛ خو که وار له مخه یې د پلي کېدو لار ډپ شي؛ کېدای شي، افغانستان نسبي امنیت او له نن څخه ښه اقتصاد ولري.

پر افغانستان د شوروي له یرغل وروسته، کله چې ځینې جهادي ډلې را پیدا، غړي او مشران یې په پاکستان کې مېشت شول، له اوره تښتېدونکې ځینې کډې هم په هجرت کېدو ورورسېدې، پر پاکستان د بې حسابه مرستو لړۍ را وګرځېده؛ ځان یې پرې چاق او د همدې کډوالو له ډلې یې ځینې د خپلو موخو لپاره، کله پنډ او کله دومره وزبېښلو چې د جنګ ارمان به یې کاوه.

اوس که دغه کډوال راستنېږي؛ یا په خپله خوښه او یا هم د پاکستان د موخو د پوروه کېدو او ښکاري هوس لپاره؛ پاکستان پکې د مارونو پېچل او اوبدل کړي دي. اوس که دغه کډوال راستنېږي، افغان حکومت او په ځانګړې توګه د کډوالو چارو وزارت باید وار له مخه، د اصلي افغانانو، وسله والو طالبانو، داعیشیانو او بېلابېلو جنګیالویو او جاسوسانو د توپیر په موخه یوه اړینه پورسه پلي کړې وای؛ خو له بده مرغه تر اوسه داسې څه نه دي شوي؛ خو اوس هم ګڼ پلانونه شنډولای شي.

ځکه چې له دې وړاندې هم په افغانستان کې نسبتاً د دوی د خوښې د حکومت په ړنګېدو، دوی خپل د وار الې (طلبان، القاعده او حقاني شبکه) تمویل کړل، تر لسو کالو په زیاته موده یې لازمې ګټې ځیني پورته کړې؛ خو لکه څرنګه چې د اسلامي امارت په نامه په افغانستان کې د ملا عمر په مشرۍ واکمن حکومت د پاکستان مخو ته لبیک ونه وایه، همداسې په تېرو لسو کالو کې نه یوازې دا چې یادو شبکو یې غوښتنه له واکه پوره نه بلله، د )نه( ځواب هم ورکاوه، بل خوا په هېواد کې دننه لاسوهنې او ګډوډۍ د دې سبب شوې چې افغان حکومت د سولې د راوستلو په موخه د هر ډول شرایطو منلو ته چمتو کړي؛ خو بیا هم هغه موخه چې تر سولې که زیاته نه وه، کمه هم نه وه، پاکستان تر لاسه نه کړای شوه؛ نو یې د دې ډلو د لمنځه تلو په موخه اقدامات پیل کړل، دوی داسې انګېرله چې د طالبانو په لمنځه وړلو کې به په افغانستان کې له نوې ډلې داعش څخه استفاده وکړي، داعش ډله یې په افغانستان کې یو ډول را دننه کړه، لومړی یې هغه سرحدي سیمې چې د پاکستان د موخې لومړی قدم ګرځېدې؛ خو د دوی په مرسته او همکارۍ د چاق شوي طالب په موجودیت کې ورته ستونزې پیدا کېدې، پرې وپوښلې او دوی یې پرې وځپل. د پاکستان سم لاسي هیله دا وه چې هغه د داعش په بڼه پنجابي، لشکر طیبه، لشکر جنګوي او آی اس آی پرستي به پولې ته نېږدې سیمې د دوی په ولکه کې کړي او له دې ځایه به د ټول افغانستان د ګډوډېدلو هڅه وکړي؛ له نېکه مرغه د افغان امنیتي ځواکونو سرښندنه یې د موخې د شنډېدو سبب وګرځېده. بالاخره پاکستان مجبور شو چې یوځل بیا په خپلو پخوانیو ژامو خوراک پیل کړي.

که څه هم چې د باچا خان په یونورسیټي باندې له برید وروسته د آی اس آی او په ټوله کې د پاکستان د چارواکو تصور د پخوا په پرتله لا نور بد شو، دا ښکاره وه چې برید د همدوی په لاس د تربیه شوو ترهګرو لخوا تر سره شوی و؛ خو د باور د پیدا کېدو په موخه یې یو ځل بیا د خپل بام واورې پر نورو ور واړولې او دا یې د خپل لوري د بدلېدو یوه بهانه وګرځوله.

د ننګرهار په ولایت کې د افغانستان د یوې مهمې دولتي ودانۍ د موټر بم چاودنه، په شا شهید کې برید او د کندوز په نیولو کې د وسله والو پیاوړتیا د پاکستان د لوري د بدلېدو ښې بېلګه ګڼل کېدای شي.

له دې لا وړاندې؛ یعنې په ۲۰۱۴ کال کې کله چې په افغانستان کې د ولسمشریزه ټاکنو کمپاینیز بهیر روان و، په افغانستان کې د هر ډول لاسوهنو، د ښو او بدو نیتونو درلودونکو دغه لړۍ په خورا ځیر سره څارله. په هغه وخت کې چې د اشرف غني د بریا لپاره هیله مندۍ زیاتې وې، نړیوالو هم دغه نوماند د نړیوال مفکر په ارزښت پېژانده، د خپلو ښو او بدو موخو په پیاوړتیا کې یې بې سارې هڅه وکړه، دوی فکر کاوه چې که را تلونکې ولسمشریزه دوره غني ته وسپارل شي، د سولې او ثبات په ټینګښت، د بهرینو مرستو د لا جذب، د اقتصاد په پیاوړتیا، د دوی د موخو ښه زمینه سازه کړۍ (فساد) د لمنځه تلو او په ټوله کې د افغانستان د روان وضیعت د ښه کېدا او د دوی د موخو د شنډېدو او ریښو په ویستلو کې به خورا ګټور تمام شي.

دغه چمتوالی د دوی د وېرې له توقوع خورا لوړ و، د همدې لپاره یې خپل موسمي بریدونو، د هلمند د بیا نا امنه کېدو، د کندوز د نیولو او ورته نورو پېښو لپاره د پخوا په پرتله یو څه درانه پرېوتل؛ خو د سر اعلی قومندان په توګه ولسمشر غني په دې وتوانېده چې ځواکونه یې دښمن ته درنه ماتې ورکړي.

کله چې ولسمشر شپږ تنه د وسله والو طالبانو زندانیان په دار وځړول، آی اس آی یو وار بیا د باور د پیدا کېدو په لور ګامونه پورته کړل، وسله والو ته یې قضیاوې ور په ګوته کړې، درانه بریدونه یې تر سره کړل. دلته که د طالبانو اوسنی او آی اس َآی پخوانی لوری سره لا نېږدې شول، د ملا منصور په وژل کېدو یې لمبه واخیسته، د اور لوګي یې نړېوالو ولیدل او پر پاکستان یې د باور فضا توره کړه؛ که څه هم پاکستان خپلې موخې ته نه دی رسېدلی، هغه تمه یې چې له بېلابېلو ډلو درلوده، په ناهلیۍ تمامه شوه؛ یو وار بیا یې د نوي فکر په کولو پرېکړه وکړه چې افغان ک‌ډوال به و باسي؛ خو ولې داسې فکر او ولې دومره جدیت چې ان تر ډېرو سختو ورځو د راوستلو او د هغوی د کورنو په ورانولو یې لاس پورې کړ؟

د افغان کډوالو هستي او دارایي چې په ډېرو سختیو یې د جابر او ظالم حکمران تر څار او ربړونو لاندې ترلاسه کړې وه، اوس یې په ډېره کمه بیه نه شي پلورلای.

دا جدیت او ګواښ ځانته پلان ګزاري لري. آی اس آی چې پخوا یې هم له هر ډول رذالت نه ډکې کړنې تر سره کړي؛ له دوی یې د دوی په ژبه، رنګ او لباس کې د دوی په کورنو بریدونه او د ورونو په وژنه کې پراخه ونډه اخیستې ده. په اغلب ګمان پاکستان غواړي د افغان کډوالو په راستنېدو کې هغه ماشین الات چې د انسان په فکر، لاس او څنګ کې یې د افغانستان د نا امنه کېدو پلان ګزاري کوله، باید داسې عیار شي، چې خپه په افغانستان کې په خپله بریدونه پلان، تر سره او پایله یې پرته له کوم لاین او یا بې سیمه پاکستان ته روسېږي.

اوس غوښتنه د ملي یوالي له حکومت څخه دا ده چې ټولو مهاجرینو او افغان کډوالو ته د نیسبتاً اوږدې مودې لپاره داسې کارټونه جوړ کړي چې له یوې خوا ورسره د مرستې لړۍ د چا د جېب په کرښه لاړه نه شي؛ له بلې خوا د افغان کډوالو او ترهګرو ترمنځ توپیر وشی.

کډوالو ته هم پکار ده، چې د دوی د ژوند د ښه کېدو او امنه کېدو په موخه د پاکستان بدبیني افغان حکومت ته په ګوته کړي.

که داسې ونه شي، ممکن لس- شل او یا تر دې د زیاتو کالو لپاره به په اور کې سوځو او پړه به پرته له دې چې به خپلو افغان کډوالو ور واچوو، نور په هېچا نه شو ور اوچولای.

د پاکستان اصلي غوښتنه، د هغوی د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د افغانستان د کرهڼیزو ځمکو نیول، د بدامنۍ په وخت کې د خپلو موادو د پلور ګرم بازار، د ډیورنډ د کرښې رسمي کېدل او داسې نور ګڼل کېدای شي چې په کراتو یې له طالبانو، پخواني ولسمشر کرزي او ممکن د ملي یوالي له حکومته هم غوښتنه کړې وي.

2 thoughts on “پاکستان اوس لوبه پیل کړه!!!/ حفیظ الله تسل”
  1. ښاغلی لیکونکی وروره که ته ورته کډوال وای اویا ورته مهاجر وای، هغه ستا خپل کار اوخپله پوهه ده، خو سوال او زاری درته کووم پریږده چه دغه در په دره افغانان خپلو کورونو، کلیو او دخپلو ورونو خواته راشی، په یونوم اوبل نوم یی مه یادوه، که ته ورته همدا اوس دترهګر، کډوال اویا غیر ناحق د یو ډول کارتونود ویش خبری شروع کړی، شاید ځمونږ ددغه ورونو دراتګ سلسله به ټکنی او ختمه کړی.

    وروره ټول افغانان پیژند پانی یا تذکری لری، بس همدغه کفایت کوی نور به پکی چخنی نه وهو.

    خدای ج دیی ځمونږ ټول ورونه په خیر او عزت سره ددغه ګنده ملک څخه راوباسی، تر څو دخپلو ورونو په خوا کی په آرامه ژوند وکړی

    په آخر کی زه د ټولوښاغلو لیکوالانو څخه په ډیر درناوی هیله کووم، چه هغه لیکنی وکړی چه دافغانانو دخیر اوښیرازی سبب وګرځی، نه دنفاق اوګډوډی

    دخدای په آمان

  2. هسي دي په سپیڅلو افغان مهاجرو ناروا اوسپکه ټاپه لګولي ده.په نړې کې ترټولو باحیا اوباعفته مهاجر په پاکستان کې میشت افغانان وو.اصلی افغانان هم دوی دي.اوس چې يوخواته پاکستان تهدیدکړل له بلې خوا ته غواړې جې دوستم په ناموسونوکې وګرزي..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *