د هند صدراعظم منموهن سنګ وايي سيمه چي له کومو ستونځو سره مخامخ ده، د دې سبب پاکستان دى، چي وايي «اوس هم په سيمه کې د ترهګرۍ مرکز دى».

هندي صدراعظم من موهن سنګ دا خبرې د جمعې په ورځ د امريکا له ولسمشر اوباما سره تر ليدنې وروسته له خبريالانو سره کړې دي. ده ويلي چي د راتلونکې يکشنبې په ورځ به د پاکستان له صدراعظم نوازشريف سره وخو ويني، مګر دې ليدنې ته زياته هيله نه ده پکار.

د بي بي سي د خبر له مخې منموهن سنګ ويلي چي په پاکستان کې ترهګرې ډلې ډېرې فعالې دي، چي له امله يې سيمه له ستونځو سره مخامخ ده.

منموهن سنګ وايي ده ولسمشر اوباما ته دا هم وويل چي په سيمه کې د موجودو ستونځو سبب پاکستان دى، چي وايي په سيمه کې د ترهګرۍ مرکز دى.

د پاکستان او هند صدراعظمان دواړه د امريکا په نيويارک ښار کې دي او ټاکل شوې ده چي د يکشنبې په ورځ سره وويني.

د هند د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد د دې ليدنې په اړه ويلي منموهن سنګ به د پاکستان له صدراعظم نوازشريف سره ضرور ويني، ځکه چي وايي که ورسره ونه ويني، نو څنګه به يو بل ته خپل شکايتونه ورسوي.

تر دې وړاندې د هند صدراعظم من موهن سنګ ويلي وو، چي هغه په نيويارک ښار کې له خپل پاکستاني سيال سره ليدو ته سترګې پر لاره دى.

خو په دې ټول وضعيت کې د اګست تر شپږويشتمې وروسته بدلون راغى، چي د هندي کشمير په جمو سيمه کې په دوو بېلو- بېلو ځايونو کې د وسلوالو بريدونو په نتيجه کې د يوه هندي پوځي او دوو ملکي کسانو په شمول نهه تنه و وژل شول.

په پاکستان کې د تېرې مې د مياشتې د يوولسمې نېټې په عمومي ټاکنو کې تر برياليتوب وروسته نوازشريف او د هغه ګوند څو ځله له هند سره د اړيکو د ښه کولو هيله څرګنده کړې ده، خو د پاکستاني او هندي پوځ تر منځ د کشمير په لانجمنه سيمه کې د موجود سرحد يوې بلې غاړې ته د ډزو تر وروستيو پېښو وروسته د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په مهال د دواړو هېوادونو د صدراعظمانو د ليدنې احتمال کم شوى وو.

د تېرې ميلادي مياشتې تر پينځمې نېټې وروسته تر اوسه پورې د پاکستان او هند تر منځ د لانجمن سرحد پر سر د ډزو په نتيجه کې شپږ پاکستاني او پينځه هندي پوځيان وژل شوي دي.

د پاکستان او هند تر منځ د سولې خبرې اترې په ٢٠٠٨م کال کې د ممبيي تر بريدونو وروسته وځنډېدې. په دغو بريدونو کې ١٦٦ تنه وژل شوي وو.

د هند د صدراعظم من موهن سنګ تازه څرګندونې چي پاکستان يې د ترهګرۍ مرکز بللى، ښايي د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د سولې خبرو ته نوره صدمه و رسوي، ځکه چي من موهن سنګ له خپل پاکستاني سيال سره تر ليدو وړاندې لا په غيرمستقيم ډول د هغه هېواد پاکستان په سيمه کې ترهګرۍ ته پر وده ورکولو تورن کړ.

By Quetta

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *