پاکستان اووه طالب بندیان خوشي کوي
تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره د مرستې لپاره به اوه مهم طالب بندیان خوشي کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل:«د دې لپاره چې د افغانستان د سولې له بهیر سره نوره مرسته وشي، پاکستان اووه طالب بندیان خوشي کوي. دا اووه کسه عبارت دي له منصور داد الله، سید ولي، عبدالمنان، کریم اغا، شېرافضل، ګل محمد او محمد زی.»
په خبرپاڼه کې یادونه شوې ده، دا اووه کسان له هغو شپږ ویشت طالبانو جلا دي چې تېر کال خوشي شوي ول.
تېر ځل د طالب بندیانو له خوشي کېدو وروسته ځینو افغان چارواکو او رسنیو وویل چې خوشي شوي طالبان د دې پر ځای چې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي د جنګ جبهو ته تللي دي.
ښايي همدا علت وي چې د افغانستان د سولې عالي شورا د پاکستان له لوري د اوو نورو طالبانو د خوشي کېدو د اعلان په وړاندې په احتیاط غبرګون ښيي.
خو د طالبانو یوې ډلې، چې ځان د افغانستان د اسلامي تحریک فدايي محاذ بولي، په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي چې د زندان له پنځه کلنې دورې وروسته د منصوردادالله، سعید ولي، عبدالمنان، کریم اغا، ګل محمد او محمدزي د خوشي کېدو هرکلی کوي او د پاکستان د حکومت اقدام د ښه نیت ښکارندوی بولي.
د افغانستان د حکومت یوې سرچینې تاند ته وویل، د پاکستان له لوري خوشي شوي طالبان هغه کسان نه دي چې دوی یې له اسلام اباده د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.
دې سرچینې په عین حال کې وویل چې دوی د پاکستان له خوا د طالبانو پر خوشي کېدو خوښ دي.
افغانستان په ځلونو د ملا عبدالغني برادر د خوشي کېدو غوښتنه کړې خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په اعلان شویو نومونو کې بیا هم د ملابرادر نوم نشته.
ښايي د پاکستان له لوري په نویو خوشي کېدونکو کسانو کې تر ټولو مهم کس منصور دادالله وي چې ورور یې ملا داد الله د ۲۰۰۷ میلادي کال د مې په میاشت کې په هلمند کې د امریکايي پوځیانو په خاصو عملیاتو کې ووژل شو.
منصور دادالله د ۲۰۰۸ م کال په فبرورۍ کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په بلوچستان کې له پنځو نورو طالبانو سره ونیوه.
منصور دادالله پخوا ناټو ځواکونو هم نیولی و خو وروسته یې له یوه ایټالیايي ژورنالیست سره تبادله کړ.
تېره اوونۍ د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د اسلام اباد د سفر په ترڅ کې له نوازشریف سره په کتنه کې له پاکستانه په کلکه وغوښتل چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لاره اواره کړي.
وسله والو طالبانو تراوسه پوري د حامد کرزي له حکومت سره له هرراز خبرو انکار کړی دی.
د افغانستان حکومت باور لري چې د طالبانو مشران او د تصمیم نیولو شورا په پاکستان کې ده او پاکستان پر طالبانو له خپل نفوذ څخه په استفادې د دوی مشران خبرو ته تیارولی شي.
د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول پرون له فرانس ۲۴ خبري تلویزیوني چاینل سره په مرکه کې وویل: له پاکستاني چارواکو سره وروستیو خبرو افغانستان هیله من کړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د فرانسې تلویزیون ته وویل، کابل د اسلام اباد له نوي حکومت سره ډېرو ښو اړیکو ته بې دلیله هیله من نه دی.
ده زیاته کړه:«فکر کوم چې اوس په پاکستان کې دا درک رامنځته شوی چې پاکستان خورا زیاتې امنیتي او اقتصادي ستونزې لري، او دا ستونزې له افغانستان سره د تروریزم پرضد په جګړه کې له همکارۍ پرته نه شي حل کېدای.
فكستان كه افغانستان كي صلحي ته ليواله وي بيا ولي ملا برادر نه خوشي كوي ؟ ددغو كسانو فه خوشي كيدو سره فكستان غواري سه د سنكين ذدران تشه دكه كري او افغان وزنه كي سكته رانشي. وسلام