پاکستان او ايران زموږ معنويت وژني/
پاکستان او ايران غواړي په لوی لاس له موږ سره معنوي جګړه وکړي، چې معنوي جګړه نسبت مادي جګړې ته ډېره سخته او ډېره زيان اړوونکې ده.
کېدای شي ځينې خلک د دې جګړې په زيان ونه پوهېږي، ځکه چې زموږ په ټولنه کې لومړنۍ ستونزه نالوستي ده، چې زموږ د ټولنې ډېری خلک له دې ستونزې سره مخ دي.
د معنويت د وژلو لپاره دوی له ډېرو لارو چارو کار اخلي.
تېر کال د افغانستان د ټولو ښوونځيو تعليمي نصاب بدل شو، هغه پخواني کتابونه له ښوونځيو راټول شول او نوي کتابونه پرې وويشل شول.
په دې کتابونو کې لويې لويې ستونزې دي، د مثال په ډول کتابونه ډېر د اسلام خواته وړل: که په دې موضوع اوږدمهالی فکر وشي نو دا به په ډېره ښه توګه معلومه شي چې پاکستان غواړي، زموږ د ماشومانو او نوي نسل فکر دې ته چمتو کړي، چې کله ورته يو دوه خبرې وکړي نو زموږ نوی نسل ډېر ژر دا ومني تر څو له افراطيانو سره پر لاره ولاړ شي او د هغوی لارې چارې او کړه وړه وڅاري.
مادي جګړه:
مادي جګړه هغه ده چې د يوه هېواد اقتصاد تر خپلې آغېزې لاندې راولي، د مثال په توګه په هېواد باندې د لېږدرالېږد لارې بندول، لکه د هېواد د صنعتي پارکونو اقتصادي کلابندي کول، لکه د يوه هېواد د کارځايونو په توليداتو پسې په دوهمه درجه او کم کيفيته موادو جوړول تر څو هغه کارځای بانکروت(ديوالي) شي، د هغه هېواد د اسعارو په مقابل کې ناچل اسعار جوړول او ويشل او داسې نورې ډېرې ستونزې.
معنوي جګړه:
معنوي جګړه له مادي جګړې سره ډېر لوی توپير لري، چې د معنويت وژل د ولس د فکرونو وژل دي، د خلکو اندونه او نظرونه وژل، د خلکو په زړونو کې کينه پېدا کول، د ښوونځيو سوځول، د ماشومانو او ځوانانو د هيلو وژل، په پوهنتونونو کې د اداري فساد خورول، په ټولنه کې اخلاقي فساد خورول، د تعليمي توکو له منځه وړل او په همدې توګه ځينې نورې ستونزې دي.
اوس پاکستان او ايران غواړي چې زموږ د ولس او نوي نسل فکر ووژني، تر څو پټه جګړه وکړي، چې همدې پټې جګړې ته معنوي جګړه ويلی شو، او د دې جګړې لپاره اوس زموږ د ښوونځيو په کتابونو کې افراطيت ته لمن وهي.
دوی تل په يو او بل ډول، په يو او بل نوم زموږ ښوونځي سوځوي، د ښوونځي سوځول د يو تعمير سوځول نه دي، د ماشومانو د روحيې سوځول دي، د ماشومانو د هيلو سوځول دي او وژل دي، دا کار ماشومان او د هغوی د راتلونکي په اړه فکرونه او نظرونه په معنوي ډول سوځوي او وژني يې.
په پوهنتونو کې د اداري او اخلاقي فساد خورول او ټولنه کې د اخلاقي فساد خورول ډېره مهمه خبره ده، اوسمهال په پوهنتونو کې ځوانې نجونې د ښوونکو لخوا د اخلاقي فساد په تمه ناکامېږي، له نجونو د هغوی د بريالي کولو په بدل کې بدې تقاضاوې کوي، چې دا ډېره له غمه او ويره ډکه خبره ده.
ځوان هلکان د اداري فساد لپاره ناکامېږي، د بريالي کولو په بدل کې ترې پيسې غوښتل کېږي، څومره د افسوس خبره ده.
همدارنګه پاکستان تېر کال زموږ د ښوونځيو کتابونه تقريباً يو کال لپاره وځنډول، په دې کار سره يې وکولی شول چې په ښوونځيو کې د کتابونه کموالی پوره نه شي او په هماغه ډول کم پاتې شول.
د تعصب راوستلو او معنويت د کمزوري کولو لپاره ايران بله لوبه پر لاره واچوله، چې هغه د پوهنتون او دانشګاه خبره وه، ايران په دې موضوع سره کوښښ وکړ تر څو زموږ ملي يووالي ته زيان ورسوي، د تعصب اور ته يې لمن ووهله او زموږ د خلکو په منځ کې يې يوه تفرقه واچوله، غوښتل يې جنګ جوړ کړي.
دا ټول او دې ته ورته ډېرې نورې ستونزې هغه څه دي چې د خلکو معنويت وژني، معنوي جګړه له مادي جګړې ډېره زوروره او ډېره زيان اړوونکې ده.