افتخار احمد همدرد

لیکنه: افتخار احمد همدرد

د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور جان مکن افغانستان او پاکستان ته تر سفر کولو وروسته وویل چې پاکستان نه یوازې د حقاني شبکې او طالبانو  ملاتړ کوي، بلکې دواړو ډلو ته نظامي تجهیزات هم ورکوي او د جګړې لپاره یې افغانستان ته استوي.

جان مکن وايې، په شعار ورکولو سره سوله نه راځي، که پاکستان رښتیا هم سولې ته ژمن وي، نو پخپله خاوره کې دې د تروریستانو اصلي ځالې د منځه یوسي او د دوی په مقابل کې دې  د زړه له  اخلاصه وجنګیږي.

جان مکن دا خبرې په داسې حال کې کوي چې پاکستان د افغانستان سولې ته ځان یو ژمن هیواد بولي او د تروریستانو د ملاتړ خبره په کلکه ردوي، پاکستان په وارسا غونډه کې د ولسمشر غني د وروستیو څرګندونو په  اړه چې پاکستان یې د تروریزم په ملاتړ تورن کړی، ویلي دي چې دا ډول خبرې د وضعیت په ښه کیدلو کې هیڅ راز مثبت رول نشي لوبولی، د پاکستان په وینا دوی تل په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي نو ښه خبره به دا وي چې افغانستان د خپلو داخلي ستونزو پړه پر پاکستان وانچوي.

اوس اصلي پوښتنه دا ده چې که د افغانستان د بی ثباتۍ او نا امنۍ ستونزه د پاکستان له پلوه نه وي ، نو کوم هیوادونه او ډلې د تروریستي ډلو سره مرسته کوي څو دومره په آسانۍ د افغانستان خاورې ته داخل شي او دلته امنیت له ګواښ سره مخ کړي؟

پاکستان له تیرو پنځلس کالو را په دې خوا تل یوه خبره تکراروي چې مونږ په افغانستان کې سوله او ثبات غواړو، خو په عمل کې یې تر اوسه هیڅ کوم اقدام نه دی کړی.

پخوا به یواځی د افغانستان چارواکي د پاکستان د مداخلو په اړه خبرې کولې خو اوس نو ټوله نړۍ ته دا خبره ښکاره ده،چې پاکستان په سیمه کې د تروریستانو یواځینې ملاتړی هیواد دی، کله چې جان مکن پاکستان په سیمه کې د تروریزم په ملاتړ ګواښوي، نو دې خبرې څخه داسې انګیرنه کیږي چې امریکا داسې اسناد او شواهدو ته لاس رسۍ پیدا کړی کوم چې دا ثابتولای شي چې پاکستان د تروریزم یو ملاتړی هیواد دی.

یو شمیر شننونکي په دې اند دي، چې پاکستان یو داسې هیواد نه دی چې د مذاکرو او دیپلوماسۍ له لارې یې د مسایلو واقعیت ته متوجه کړو، بلکې دا هغه زخمي مار ته ورته دی، چې تل نورو ته په ضرر رسولو ځان خپلو سیاسي موخو ته رسوي.

ځینې شننونکي په دې نظر دي چې پاکستان که څه هم د ډیورند کرښې مسئله او د هند سره د افغانستان نږدی اړیکې بهانه کوي او غواړي د افغانستان په داخلې چارو کې لاس وهنه وکړي، که چیرې د ډیورنډ د کرښې مسئله حل او همدارنګه د هندوستان هیواد سره د افغانستان اړیکې په کلي شکل ختم شي، بیا به هم پاکستان خپلو مداخلو ته دوام ورکوي او د تروریستي ډلو څخه ملاتړ وکړي، نو دا خبرې مونږ ته دا په ګوته کوي چې ځینې نور مسایل شته، کوم چې پاکستان ته  تر دې دوو موضوعاتو هم ډیر مهم دي.

د افغانستان په هکله د پاکستان رښتینی سیاست دا دی چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې قدرت ته ورسوي، پاکستان له شروع څخه د تروریزم پر وړاندې د نړیوالې مبارزې سره موافق نه وو، او ددې برخلاف یې تل د تروریستي ډلو د وسلو تجهیز او ملاتړ ته ادامه ورکړی.

له بل لوری پاکستان د طالبانو شکست په حقیقت کې خپل او د خپل منطقوي سیاستونو شکست ګڼي، پاکستان د کلونو راهیسې هڅه کوي تر څو داسې یوه ډله په افغانستان کې واک ته ورسوي ، کوم چې د دوی آزادانه مداخلو ته پوره لاره هواره کړي او دغه هیواد د دوی په پنځمې سوبی باندی تبدیل کړي، نو ځکه همدې موخو ته د رسیدو لپاره پاکستان هیڅکله هم نشي کولای د تروریستي ډلو د ملاتړ څخه لاس په سر شي.

One thought on “پاکستان او تروریزم که د یو بدن دوه نه بیلیدونکي غړي”
  1. محمد ایاز نوري آزادي ۰۹ / ۰۷ / ۲۰۱۶
    د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه یوه ملي تاریخي غلطی
    د فیسبوک نړی ته ولاړم او دغه لاندې مضمون مې د یوه افغان وطنوال شاعلي زلمی خان )پشتون( په اړونده پاڼه
    کښې ولوست. رشتیا، چې پر ما یې لوی ت ا ثیر وکړ او خواشینی شوم. لکه څنګه چې لیدل کیږي، شه او ارزښناک
    چانسونه او شیبې په ژوند کښې تل میسرې نه وي. دلته د لاندې مضمون لیکوال زمونږ د ګران هیواد تاریخي
    افغانستان او د هغه وخت د سیمې وضعیت یعنی د ۱۹۴۷ ز کال نه مخکې وخت ته ګوته نیولې، کله چې ټولواک
    محمد ظاهرشاه د هیواد د رهبري او ادارې چارې په واک او لاس کښې لرلې. زمونږ بی نوښته پاچا ته د وخت د
    زبرځواکونو انګریز او متحده ایالاتو له خواء زما په نظر غوره او نادر وړاندیز شوی وه، چې که پاچا دا وړاندیز
    منلی وای، نه یواځی به نن ډېر مضراو دښمن زمونږ په حق کښې د پاکستان په نوم هیواد زمونږ سره په څنګ
    کښې زمونږ د حقه خاورې نه، شتون نه درلودای، بلکې نن به افغانستان یو قوي او پر ځان متکي او په نړیواله
    سویه به یو منلی او مطرح هیواد وای. ستاسو پام لاندې متن ته را اړوم. ماته دا سوال مخته راځی، چې زمونږ
    ټولواک د دې مهم وړاندیز په ارزښت نه پوهیده او یا یی عمداً د افغانستان د مظلوم ملت سره غوښتل جفا او ظلم
    وکړي؟ دلته قضاوت د هر افغان خپل او مختار دئ .
    د ظاهرشاه یوه ستره تاریخی تیروتنه! «
    په ۲۰۰۲ کال کښی کله چی زه په ایتالیا کښی دیپلومات وم
    د جنرال سردار ولی سره می ډیری ښی اړیکی پیدا کړی
    وی. د کیسو په ترڅ کښی یوه ورځ راته یی وویل چی
    وروسته د نړیوالی دوهمی جګړی څخه د انګلستان دولت د
    اقتصادی له اړخه دومره ناتوانه شوی وو چی د امریکی
    رئیس جمهور ته یی وویل چی مونږ نور هند نشو ساتلی
    مګر د امریکا دولت ورته وویل که چیری هند خوشی کړی
    د شوروی کمونستی رژیم راځی هند اشغالوی او تودو اوبو
    ته ځان رسوی.
    امریکا او انګلیس فیصله وکړه چی د افغانستان له پادشاه
    سره باید خبری وشی چی مونږ سره د سنتو په تړون کښی
    یو ځای شی او مونږ به په بدل کښی د احمد شاه بابا
    امپراطوری دوباره ورته احیا کړو. د منځ کس جنرال سردار عبدلولي په روم کښې
    خو لنډه دا چی دری ځله د انګلیس استازی او د وخت صدراعظم کابل ته راغی مګر ظاهر شاه ورسره و نه منله او
    د افغانستان په بی پلوی یی تینګار وکړ. د اخر ځل لپاره د امریکه رئیس جمهور ایز هاور په خپله افغانستان ته
    راغی او د کابل هوای ډګر په فی ای پی کښی له پاچا سره وکتل او پاچاته یی وویل که ته زمونږ دا هیله ونه منی نو
    مونږ مجبور یو یو بل هیواد جوړ کړو او دا کار مونږ ته ستونز مند دی. که ته مونږ سره یو ځای شی دا پیسی به
    ستا په مرسته ولګو او هم به څلور میلونه مسلمانان هم له هند څخه ستا لویه خاوری ته راولیږو. خو ظاهر شاه بیا
    هم و نه منله. جنرال سردار ولی زیاته کړه چی سردار داود خان، زما پلار مارشال شاه ولی خان، داکتر ظاهر او
    زیاتو خلکو غوشتل په پادشاه فشار راوړی ترڅو دا وړاندیز ومنی مګر ما او پادشاه دا وړاندیز و نه منل دا وه چی
    په ۱۹۴۷ کال کښی پاکستان جوړ شو. د کراچی بندر خو څه کوی له مونږ څخه یی پشتونستان او بلوچستان هم
    واخیست. جنرال ویل د امریکا هغه پیسی چی باید زمونږ په ابادی لګیدلی وای زمونږ په بد بختی ولګیدلی او دا
    ». مسله زمونږ د کورنی د نفاق سبب هم وګرځیدلو او بیطرفه هم پاتی نشولو ځکه مونږ روس ته احتیاج شولو
    عزیز امیرج

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *