د پاكستان مسلم ليګ ګوند مخكې هم طالبان د پاكستان په ګټه عيار كړي وو، او دا ځل هم واك ته له رسېدو سره سم نوازشريف د پاكستان طالبان د يو عجيبه تكتيك له مخې تجزيه كړل.

نوازشريف طالبان د پاكستان تر بل هر سياستمدار ښه پېژني. په دې وروستيو كې پاكستاني طالبان په پاكستان كې د پاكستان د حكومت، پوځ او استخباراتو تر وده وتلي وو، خو نوازشريف د خپل مخكنۍ پاليسۍ او سياست په مټ اوس بيا ځلي د طالبانو خودسره او خودجوشه حركتونه مهار كړي دي.

په قبايلي سيمو كې د طالبانو تر منځ بې باوري اوس زياته شوې، په مومندو اجنسي كې طالبان يو او بل ته په كمين كې ناست دي او د ځايي اوسېدونكو په وينا، هره شېبه د جګړې احتمال شته. شنونكي وايي، په مومندو اجنسي كې د افغان طالبانو او پاكستاني طالبانو ترمنځ ژور اختلافات رامنځ ته شوي.

نوازشريف د افغان طالبانو او پاكستاني طالبانو او سخت دريځو ډلو تر منځ د تجزيې خورا مسلكي تخصص لري.

 د نوازشريف تر اوسنۍ مبهمې، خو د پاكستان لپاره ګټورې او د ګاونډيانو لپاره زهرجنې پاليسۍ مخكې ورځ په ورځ افغان طالبان او پاكستاني طالبان سره نژدې كېدونكي وو.

وېره دا وه چې د افغان او پاكستاني طالبانو تفاهم پاكستان او آن ټولې سيمې ته يو لوی ګواښ بلل کېدی. بل لور ته په پاكستان كې پاكستاني طالبان په چټكۍ سره مخ پر وده روان وو، دوى د نړۍ د بېلابېلو هيوادونو د ترهګرو، ياغيانو او سخت دريځه ډلو ټپلو سره اړيكې پراخولې، چې په پاكستان كې يو ځلي بيا نوازشريف د واك پر ګدۍ كښېناست.

نوازشريف ډېر ژر د پاكستاني طالبانو سريع حركت له يوه بطي او تجزيه شوي حالت سره مخ كړ. نوازشريف د پاكستاني طالبانو كتله تجزيه كړه. په پاكستان كې د پاكستاني طالبانو، لښكر طيبه، انصارالاسلام، البدر مجاهدين، د حاجي متين طالبان او افغان طالبانو تر منځ د تېرو څو ورځو راهيسي حالت ترينګلى دى.

د پاكستاني طالبانو وياند احسان الله احسان وايي، يو شمېر طالبان چې افغاني طالبان هم پكې شامل دي، پر دوى د يوه لوى بريد پلان لري. پاكستاني طالبان وايي چې د پاكستان حكومت هم د دوى پر ضد د جګړې تابيا نيسي او د دوى د مخالفو وسله والو ملاتړ كوي.

كارپوهان د پاكستاني طالبانو تر منځ روان كشمكش او لوبې ته د نوازشريف د دوهمې لوبې د پيل نوم وركوي. مسلم ليګ هڅه كوي چې د پاكستان سخت دريځه او ياغي طالبان په بهرنيو طالبانو وځپي. اوس د خالد په نوم د طالبانو ډله چې د پاكستان د حكومت ملاتړ لري، غواړي هغه طالبان چې د پاكستان د حكومت د سياستونو او ګټو سره تصادم لري، له منځه يوسي.

همدا راز د شيخ عبدالرحيم وسله واله ډله هم ورته پلان لري چې خپل ټول تمركز د پاكستان د ګټو خلاف جنګياليو ته واړوي او له هغوى سره جګړه وكړي. په شمالي وزيرستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې په بريد كې د پاكستانيو طالبانو د كليدي غړي ولي الرحمان مسيد تر وژل كېدو وروسته ځايي طالبان سخت په وېره كې دي.

د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمو او مومندو اجنسۍ كې په هغو طالبانو پسي دقيقه پلټنه روانه ده چې د پاكستان د اوسني حكومت له تګلارې او هدف سره مخالفت لري. مخكې به په پاكستان كې پوځ كله ناكله د پاكستان د ګټو د مخالفو طالبانو په وړاندي ډېر ستر عمليات پيلول، خو د مسلم ليګ د مشر پاليسي بيا بل ډول جګړه كوي. طالب له طالب سره جنګوي چې دا يې د خپل هيواد د بقاء لپاره تر ټولو وړ فارمول كشف كړی دی. په كونړ كې تېر كال د افغان طالبانو او پاكستاني طالبانو ترمنځ نښته وشوه چې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله واوښته او د افغان طالبانو د ځايي قوماندان حاجي عبدالمتين زوى هم پكې ووژل شو، تر هغه وروسته د افغان طالبانو قوماندان د پاكستاني طالبانو كلك مخالف شو. د پاكستاني طالبانو وياند په افغان طالبانو كې د قوماندان عبدالمتين څخه هم خپله اندېښنه په ډاګه كړې ده.

————————–

ليکوال : عزت الله ذکي

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *